له طالبانو سره د امریکا د بهرنیو مرستو د بندولو په اړه د کانګرېس د غړي ټیم بورچیټ رسمي لیک ډونلډ ټرمپ ته د امریکا د مشهورو چارواکو او شخصیتونو پراخ غبرګونونه او پوښتنې راولاړې کړې دي.
ایلان ماسک، د ټیسلاشرکت او اېکس ټولنیزې شبکې څښتن، د ډونلډ ټرمپ ملاتړی او د هغه په نوې اداره کې د اصلاح وزیر، پر اېکس په د پوښتنې په بڼه ليکلي : «آیا موږ واقعیا د متحده ایالاتو د مالیه ورکونکو پیسې طالبانو ته لېږو؟»
په ورته وخت کې د امریکا مشهورې څېړنیزې خبریالې لارا لوګن دغه لیک خپور کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د امریکا د مالیه ورکوونکو له پیسو څخه د اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالره مرسته «خالص ليونتوب» دی.
هغې پر اېکس لیکلي:«فکر وکړئ هره اونۍ د خپلو مالیاتو څخه ۴٠ ميلیونه ډالره دې ترهګرو (طالبانو) ته ورکوٸ. لیونیتوب ښکاري؛ ځکه خالص ليونتوب دی.»
د بورچيټ لیک
د امریکا په کانګرېس کې د ټینسي ایالت استازي تيم بورچیټ تر دې مخکې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په یوه رسمي لیک کې له طالبانو سره د امریکا د بهرنیو مرستو په اړه اندېښنه ښودلې وه او طالبانو ته د مالیاتي سرچینو د لېږد د مخنیوي لپاره يې د دغه هېواد د حکومت د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
په دغه لیک کې ښاغلي بورچيت هغو راپورونو ته په اشارې سره چې ګواکې د بایډن د ادارې پر مهال یې طالبانو ته پیسې لېږدولې، د دې پروسې د شفافیت او مخنیوي غوښتنه کړې ده.
په دغه لیک کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان مرکزي بانک ته د نغدو پیسو د استولو په اړه ویل شوي چې دغه بانک د «نړۍ په کچه د تروریزم د پلانولو» لپاره د طالبانو د تمویل یوه سرچینه ده.
د کانګرېس دغه غړي ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې یې له طالبانو سره د مالي ملاتړ په اړه یوه لایحه وړاندې کړه چې د امریکا د استازو په مجلس کې تصویب شوه. خو د سنا د اکثریت مشر چاک شومر په سنا کې پر هغې د رایو ورکولو مخه ونیوله.
په دې لیک کې، هغه اعلان کړی چې هغه پلان لري چې دا لايحه په نوي کانګرېس کې بیا معرفي کړي او د ولسمشر ټرمپ د ملاتړ هرکلی به وکړي.