نړۍ

د امریکا د کانګرېس هرېس په مشرۍ په رسمي ډول په ټاکنو کې د ټرمپ بریا تایید کړه

کامالا هرېس د امریکا په کانګرېس کې د ولسمشر مرسیالې په توګه په تشریفاتي رول کې

د متحده ایالاتو د استازو مجلس یا کانګرېس په رسمي ډول د دوشنبې په ورځ په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریا په یوه غونډه کې چې مشري یې د ډیموکراټ نوماندې کمالا هرېس په غاړه وه، تایید کړه.

دا مراسم چې د ګټونکي نوماند د تایید او د هغه د سیال د ماتې د تصدیق په موخه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان له هر پړاو وروسته ترسره کیږي، د تېر پړاو په پرتله يې توپير درلود.

د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته، د ډونلډ ټرمپ د پلویانو یوې ډلې د کانګرېس په ودانۍ د جوبایډن په وړاندې د ماتې د سند د خپرولو څخه د مخنیوي په موخه د بريد ناکامه هڅه وکړه. ښاغلی ټرمپ اوس هم ادعا کوي چې په دې ټاکنو کې د هغه ماتې د «لوی درغلۍ» پایله وه.

د رویټرز د راپور له مخې، کمالا هرېس په تشريفاتي رول کې د ولسمشر د مرستیالې او د مشرانو جرګې د رٸيسې په توګه د دغه مراسمو مشري وکړه.

هغه په عامو خلکو کې د موسکا او په زړه پورې چلند باندې پېژندل کېږي، هغه په داسې حال کې چې د هر ايالت د ټاکنيزو رايو شهادتنامې يې ځان او ټرمپ ته تحويلولې د ​​مېز مخې ته درېدلې وه او لاسونه یې يو بل ترڅنګ اېښي وو.

آغلې هرېس د مراسمو په پای کې په يوه خبري کنفرانس کې وویل: «دا څرګنده ده چې نن یوه ډېره مهمه ورځ وه او دا د هغه څه په اړه وه چې باید نورمال وي او د امریکا خلک باید د دې وړتیا ولري چې مهمه يې وګڼي. زموږ د ډیموکراسۍ تر ټولو مهمه رکن دا دى چې د سولې فضا به موجوده وي.»

د امریکا د متحده ایالاتو اوسنۍ مرستیالې زیاته کړه چې هغه په ​​​​پوخ باور لري چې د امریکا ډیموکراسي د همدې لپاره د امریکایي اتباعو مبارزې د لېوالتيا تر اندازې پورې پیاوړې ده