نړۍ

امریکا خپلې پوځي مرستې له مصر څخه لبنان ته لېږدوي

د متحده ایلاتو د وسایطو انځور

رویټرز راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ اداره د مصر لپاره ځانګړې شوې ٩۵ ميلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې لبنان ته لېږدوي چې په سیمه کې د حزب الله او نورو ډلو له ګواښ سره مخ دي او له اسراٸیلو سره به اوربند پلي کړي.

د دې راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د دې پروګرام د بدلون په اړه کانګرېس ته په لېږل شوې خبرتیا کې، د لبنان وسله وال ځواکونه د اسراٸیل او لبنان ترمنځ د ٢٠٢۴ کال د نومبر د ٢٧ د هوکړې په ساتلو پر بنسټ د دښمنۍ په مخنيوي او اسرائيلو ته د حزب الله د ګواښونو په مخنيوي کې «مهم شریک» بلل شوي دي.

د بایډن د ادارې دا اقدام وروسته له هغې کیږي چې په کانګرېس کې د متحده ایالاتو د ولسمشر یو شمېر همکارو دیموکراټانو په مصر کې د بشري حقونو د سرغړونو مخينې په ځانګړې توګه د زرګونو سیاسي بندیانو د توقیف په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د مصر سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تېر کال په سپټمبر کې د کانګرېس یو شمیر غړو وویل چې د بایډن اداره مصر ته د پوځي مرستو په برخه کې د بشري حقونو شرایط له پامه غورځوي او قاهرې ته د ٩۵ ميلیون ډالرو په ګډون د ١.٣ ميلیارده ډالر ځانګړي کوي، چې په ځانګړې توګه د سیاسي بندیانو په خوشې کولو کې يې د مصر پرمختګ سره تړاو درلود.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې ۹۵ میلیونه ډالره دغه بودیجه ده؛ خو د کانګرس یوه همکار ويلي چې هغه باور نه لري چې دا مقدار دې يوه پېښه وي.

ياده دې وي، چې مصر غزې ته د لا زیاتو مرستو د ترلاسه کولو لپاره د بایډن د ادارې په هڅو کې مهم شریک بلل کېږي او د اسراٸيلو او حماس ترمنځ د اوربند د تضمين لپاره يې تر اوسه ناکامه هڅو منځګړیتوب کې مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سند له مخې، دا بوديجه به د لبنان د وسله والو ځواکونو د مسلکي کولو، د سرحدونو امنیت ټینګولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او په سوریه کې د واک د لېږد له امله اغېزمن شوي امنیتي اړتیاو ته د رسېدو لپاره د لاسرسي وړ وګرځي.

په خبرتيا کې راغلي دي: «متحده ایالات د لبنان د غوره امنیتي شریک په توګه پاتې کیږي، او د متحده ایالاتو ملاتړ په مستقیمه توګه د لبنان او د شام د پراخې سیمې په امنیت کې مرسته کوي.»