د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په غزه کې د دوى پر مرستندویه کارکونکو ډزې غندلي او ویلي يې دي چې اسرائیلي ځواکونو د دغه سازمان پر یوه کاروان ډزې کړي چې دا پېښه «وحشتناکه» ده.
دغه سازمان وايي، درې موټرونه چې د خوړو د نړيوال پروګرام اته کارکوونکي يې لېږدولو په موخه د غزې له مرکز څخه د دې سيمې په شمال کې د ښار پر لور روان وو، د وادي غزې پوستې ته څېرمه په ١٦ مرميو لګېدلي، چې له امله يې کوم زيان نه دى اوښتى؛ خو کاروان درېدلی دی.
د خوړو نړيوال پروګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سازمان وسایط په ښکاره توګه نښان لرونکي وو او د اسراٸیلي چارواکو څخه یې دمخه امنیتي جوازونه ترلاسه کړي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د خوړو نړیوال پروګرام د جنورۍ د پنځمې نېټې وحشتناکه پېښه په کلکه غندي.»
دې سازمان په غزه کې د مرستو د دوام لپاره د امنیتي وضعیت د ښه والي غوښتنه وکړه او ویې ویل: «دا د نه منلو وړ پېښه د پېچلي او خطرناک کاري چاپیریال وروستۍ بېلګه ده چې نن ورځ د خوړو نړیوال پروګرام او نورې ادارې ورسره مخ کېږي.»
د اسراٸيلو پوځ ویلي دي چې د مرستو د انتقال د اسانتیا لپاره یې هر ډول ممکنه هڅه کړې او د دې پېښو په اړه څېړنې کوي.
د اسرائيلي پوځ په خبرپاڼه کې راغلي: «پېښه وڅېړل شوه، عملیاتي رويې روښانه شوې، او د څېړنو موندنې به تحلیل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو مرستندویه سازمانونو چې په غزه کې د بشري ناورین د کمولو هڅه کوي، په وار وار اسراٸيلي ځواکونه تورن کړي چې د حماس وسله والو په وړاندې د دې هېواد د جګړې په منځ کې د دوی د مرستې عملیات ګډوډ یا ګواښي.