د هند د بهرنیو چارو وزارت په پکتیکا ولایت کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه چې طالبانو په وينا د وزیرستان د کډوالو یو کمپ يې په نښه کړ، لږ تر لږه ۴۶ کسان په کې وژل شوي دي، وغندل.
دغه بریدونه د مرغومي په ۴ مه د ختیځ پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول او څلور کلي یې په نښه کړل.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي راندیر جايسوال په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «موږ په رسنیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پر ملکي افغانانو د هوايي بریدونو راپورونه لیدلي چې په پایله کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی. موږ پر بې ګناه ملکي وګړو هر ډول برید په کلکه غندو.»
جايسوال پر پاکستان همداراز نیوکه کړې، چې د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر ګاونډیو هېوادونو اچوي.
هغه زیاته کړه، «دا د پاکستان پخوانی عمل دی چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه پر ګاونډیانو اچوي.»
هغه وویل، «موږ پر بې ګناه ملکي وګړو هر ډول برید په کلکه غندو. دا د پاکستان پخوانۍ کړنه ده چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه پر ګاونډیانو اچوي. موږ په دې اړه د طالبانو د ویاند غبرګون هم په پام کې نیولی دی.»
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې په دې هوايي بریدونو کې د پاکستاني طالبانو هغه غړي په نښه شوي چې په دې سیمه کې یې پناه اخیستې وه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د ویاند غبرګون ته اشاره کړې او د سیمې د ثبات لپاره یې د وضعیت او د هغې د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.