افغانستان

بشرا ګوهر له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو په اړه د ملګرو ملتونو پر چوپتیا نیوکه وکړه

د بشري حقونو فعاله او د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر ملګري ملتونه او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېسيون له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو په اړه په بې غورۍ او چوپ پاتې کېدو تورن کړل.

هغه وايي، افغان ښځې او ماشومان د اسلام آباد له بي ١٧ سيمې څخه راټول شوي او په اېچ١۴ او حاجيذکمپ کې بند خونو ته لېږدول شوي دي.

آغلې ګوهر چې دغه عمل يې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته منسوب کړى، او هغه يې د افغان کډوالو له بشري حقونو جدي سرغړونه او غیر انساني چلند بللى او غندلى يې دى.

نوموړې ټینګار کړى، چې افغان کورنۍ په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان په ډېر زیان منونکي وضعیت کې دي او له ګواښونو، توقیف او استثمار سره مخ دي.

هغه وايي، په پاکستان کې د افغانستان سفارت پخوا افغان کډوالو ته قانوني مرستې برابرې کړې وې؛ خو په افغانستان کې وروستيو پرمختګونو او د “نيابتي ډلو” شتون د دغو کورنيو ډېرى د بې وطنۍ او يا هم د مرستو له نشتوالي سره مخ کړي دي.

هغې خبرداری ورکړ چې دې شرایطو کډوال له پراخو ناوړه استفادې سره مخ کړي او د دوی بشري ستونزې یې لاپسې زیاتې کړي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بشري حقونو فعالانو تر دې مخکې پر نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه پر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نيوکه کړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د بحران په اړه اقدام نه کوي.

فعالانو د کډوالو د بنسټیزو حقونو د ساتنې، د بندي کېدو او ناوړه چلند د مخنیوي او د دغو زیانمنو شویو کورنیو د خوندیتوب او عزت د تامین لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.

دوی ټینګار کوي چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او توقیف د پاکستان له حکومت څخه روڼ حساب اخيستلو او د نړیوالې ټولنې اغېزمن اقدام ته اړتیا لري.