افغانستان

۵۴ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د والي د رسنيو دفتر وايي، ۵۴ تنه افغان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان سره له دې چې د اوسېدو قانوني جوازونه لري د پاکستان د پولیسو له خوا نېول شوي.

طالبان وايي چې دوى د پاکستان په زندانونو کې له دوو ورځو تر یوې میاشتې تېر کړي دي.

دغه کډوال له ازادېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د کندهار او نیمروز ولایتونو د سرحدي لارو له لارې ۹۸ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو آزاد او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په عین حال کې، پاکستان د کډوالو د جبري اخراج او د «قانوني استوګنې اسنادو نه لرونکو» د توقیف پروسه ګړندۍ کړې؛ دې اقدام په افغانستان کې دننه او د بشري حقونو د سازمانونو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان کې د پولیسو له «ناعادلانه او ناوړه چلند» شکایت کوي.

پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې په زوره د کډوال اخراج او بندي کوي، او ایران هم سږکال دا بهير ګړندى کړی دی.

که څه هم، د دواړو هېوادونو چارواکي د قانوني استوګنې د اسنادو نشتوالی دکډوالو د نېول کېدو یوازینی دلیل بولي. خو کډوال د دواړو هېوادونو د پولیسو له خوا د شکنجې، بد چلند، تاوتریخوالي او سپکاوي خبره هم کوي.