د اسلامي همکاریو سازمان د روانې زيږديزې میاشتې په ۱۱مه او ۱۲مه نېټه د « په اسلامي نړۍ کې د ښځو د زده کړو» په اړه په اسلام آباد کې غونډه جوړوي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو لخوا د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو لګول شوي بنديزونه د دې غونډې محور دی.
د دغو راپورونو له مخې، پاکستاني چارواکو تایید کړې چې دغه غونډه «په اسلامي ټولنو کې د نجونو زده کړه، ننګونې او فرصتونو» تر سرلیک لاندې یو نوښت دی چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي او کوربه یې پاکستان دی.
تر اوسه د اسلامي همکاريو د سازمان د څه باندې ٣٠ غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون پخلى کړى دى.
که څه هم د دې غونډې کره اجنډا نه ده وېشل شوې؛ خو سرچینو اېکسپرېس ټریبیون ته ويلي چې یو له اصلي موخو څخه دا ده چې «په طالبانو فشار راوړي چې د نجونو پر زده کړو باندې پر بندیز له سره غور وکړي.»
د طالبانو لخوا پر زده کړو بندیز
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د واک ته رسېدو راهيسې، په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او د هېواد په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولى دى.
که څه هم په لومړیو کې د طالبانو دغه تګلاره یو موقت اقدام ګڼل کېده او ډېرو هیله درلوده چې د ژمي له رخصتیو وروسته به ښوونځي بېرته پرانستل شي؛ خو د درېیو کالونو په تېرېدو سره طالبان نه یوازې دا چې له دې کړنې نه شاته شول، بلکې دغه بندیز یې لا پسې سخت کړ.
طالبانو په دې وروستیو کې په هغو طبي انسټيټيوټونو کې چې د هېواد د نجونو او ښځو وروستۍ هیله بلل کېده، د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او طبي موسسو ته یې امر کړی، چې ښځینه محصلانې دې نه جذبوي.
خو د نړیوالې ټولنې او اسلامي نړۍ له پرله پسې غوښتنو سره سره طالبانو بیا هم پر دې تګلارې پر پلې کېدو ټینګار کړی او مشرانو یې تلويحا ويلي چې د نورو (اسلامي هېوادونو او نړۍ) سپارښتنې نه مني.
خو د اسلامي نړۍ علماوو د طالبانو دغه حکم له شرعي او ديني بنسټ له مخې رد کړی او اوس د همدې رسنیو په وینا د اسلامي همکاریو د سازمان غړي په اسلام آباد کې د داسې سیاستونو په وړاندې د یووالي د پیغام د استولو لپاره راغونډېږي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې په دې غونډه کې به طالبان هم راوبلل شي که نه.
د دې غونډه يو ګډوانوال چې نوم یې نه دی خپور شوى، وړاندیز کړی چې طالبان بايد د دې غونډې برخه وي. ځکه چې د دوی ګډون دوی ته لږ تر لږه د طالبانو د سختو تګلارو په اړه د اسلامي نړۍ له نظره بصیرت ورکوي.
سرچينو ويلي، تمه کېږي چې د افغانستان روان وضعيت ته په پام سره به په اسلام آباد کې دا غونډه سخته اعلاميه خپره کړي او له طالبانو به وغواړي، چې د ښځو او نجونو پر زده کړو بنديز لغوه کړي.