افغانستان

په خوست کې ګازنېونې د یوې کورنۍ له پنځو غړو ژوند واخيست

د خوست ولایت سرچینې آمو ته ويلي، چې تېره شپه په خوست کې ګازنېونې د یوې کورنۍ له پنځو غړو ژوند واخيست.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د دغه ولايت د مرکز په لومړۍ ناحيه کې د استوګنې په يوه اپارتمان کې رامنځته شوې ده.

د خوست د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار هم دغه پېښه تاييدوي او وايي، چې د دې کورنۍ غړي د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې د خپل يوه ناروغ غړي د درملنې لپاره خوست ښار ته راغلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ژمي په موسم کې د سړې هوا او د هېوادوالو له خوا د ډبرو سکرو او ګازو له ډېر مصرف سره په هېواد کې د ګازنېونې پېښې هم ډېرېږي.

د هېواد خلک فقر، بې وزلي، بې احتیاطي، د تصفیه شویو سون توکو نشتوالی او په افغاني بازارونو کې د لرګیو لوړه بیه د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بولي.