په سمنګان ولایت کې د سختې واورو ورښت له امله د دغه ولایت له ایبک ښار سره د څلورو ولسوالیو مواصلاتي لارې وتړلې.
د يکشنبې له ورځې (د مرغومي ١٦مه) تر اوسه د سمنګانو ولايت د خرم او سارباغ، روى دوآب، دره صوف بالا او دره صوف پايين ولسواليو ترانسپورتي لارې د واورې د اورښت له امله تړل شوې دي.
د يادو ولسواليو ځايي سرچينې آمو ته وايي، چې د يادو لارو بندېدل د دوى لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي او اړينو خدمتونو ته يې لاسرسى ستونزمن کړى دى.
په سمنګانو کې د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو ریاست تاییدوي چې د دې ولایت له اوو ولسوالیو څخه د څلورو ولسوالیو لارې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو لارو د خلاصولو هڅې روانې دي او اړونده ټیمونه د دغو ولسوالیو مواصلاتي لارې پاکوي.
د يادونې وړ ده، چې دغه واوره ورښت يوازې په سمنګان ولايت کې نه ده محدوده شوې؛ دغه راز په نورو ولايتونو کې هم ترانسپورتي لارې تړل شوې دي، چې يو شمېر يې تر پرون (يکشنبه) ماښامه بېرته پرانيستل شوې دي.
خو د سالنګ مهمه لویه لار چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د واورې د ورښت له امله تړل شوې وه، اوس بېرته پرانیستل شوې ده او پر دې لاره تګ راتګ بېرته پیل شوی دی.