افغانستان

طالبان د پوهنتون له استاذانو څخه د سويې د تثبيت ازموينه اخلي

د طالبانو تر واک لاندې د لوړو زده کړو وزارت د هېواد پوهنتونونو ته په یوه لیک کې امر کړی، چې له استادانو څخه په لیکلي او شفاهي ډول د سويې د تثبيت ازموينه واخلي.

د طالبانو په دغه مکتوب کې چې د دوی تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت د ښوونکو د اکاډمیکو تقرر او ترفیع ریاست له خوا خپور شوی، راغلي چې دا ازموینه به په ځانګړو شرایطو کې واخیستل شي او سرچینې به ورته د طالبانو د«دیني تخصصاتو د ټولنې» د څانګې له خوا برابرې شي.

په دې مکتوب کې، چې د یاد وزارت د استادانو د ټاکنو او علمي ترفیعاتو ریاست لخوا صادر شوی، راغلي چې دا ازموینه به د ځانګړو شرایطو لاندې ترسره کېږي، او د هغې سرچينې به د طالبانو له‌خوا د «جامعه تخصصات دینی» په نوم ریاست لخوا استادانو ته برابر شي.

د مکتوب پر بنسټ، د ازموینې د اخیستلو د پلاوي مشري به د طالبانو د «جامعه تخصصات دینی» رئیس وکړي. د دولتي پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو رئیسان او د هر ولایت د یوه پوهنتون یو استاد به د دې پلاوي غړي وي.

دغه اقدام د سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د پوهنتون استاد فضل الهادي وزین ویلي: «تاریخ به دا شرم او ننگ ولیکي» او دا اقدام د افغانستان د علمي ټولنې لپاره سپکاوی» دی.

هغه زیاتوي چې دا ازموینه به د پوځي قوماندانانو او د مدرسې ملایانو لخوا ترسره کېږي، چې پوهنتون ته نه دي تللي، له داسې استادانو څخه چې په شرعیاتو کې د دوکتورا او لکه پوهاند، پوهنوال، پوهندوی، پوهنمل او پوهنیارۍ لوړو علمي او اکادمیکو رتبو لرونکي دي ازموينه اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر پوهان او د پوهنتون استادان وايي چې طالبان اسلام او شریعت د خپلو «دیوبندي مدرسو په محدود لید» خلاصه کوي او له روښانه اسلامي نظریاتو سره «جدي تضاد» لري.