نړۍ

زیلینسکي: اوکراینیان تمه لري چې ټرمپ به پوتین د جګړې پای ته رسولو ته اړ کړي

ولادیمیر زلنسکی د اوکراین ولسمشر

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، هېواد یې تمه لري چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د جنورۍ په ۲۰مه سپینې ماڼۍ ته ستنېږي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې ته اړ کړي چې جګړه پای ته ورسوي.

د اوکراین ولسمشر وايي، له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره کییف ته امنیتي ضمانتونه به یوازې هغه وخت اغېزمن وي چې امریکا یې ورکړي.

هغه د متحده ایالاتو د پاډکيسټ لیکس فریډمن سره په یوه مرکه کې ، چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، وویل چې تمه لري چې د لوړې وروسته به د ډونلډ ټرمپ سره وګوري.

زیلینسکي په مرکه کې وویل، «اوکراین پر ټرمپ باور لري چې مسکو به اړ کړي چې خپله جګړه پای ته ورسوي، او که واشنګټن د ناټو له پوځي اتحاد څخه ووځي، نو په اروپا کې به د روسیې نفوذ پراخ شي.»

رویټرز راپور ورکړی، د روسیې له برید نږدې درې کاله وروسته، د ټرمپ ټاکنه چې د جنوري په شلمه به سپینې ماڼۍ ته راستون شي، د جګړې پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیک حل لپاره هیلې زیاتې کړې. خو په کییف کې يې دا اندېښنې هم راپارولي دي چې بېړنۍ سوله به ګرانه تمامه شي.

زیلینسکي په خپله درې ساعته یوټیوب مرکه کې د اوکراین د ناټو د غړیتوب غوښتنه هم کړې ده، هغه په دې باور دی چې د کییف لپاره د امنیتي تضمین پرته اوربند به یوازې روسیې ته د نوي برید لپاره پر وسلو د سمبالېدو فرصت ورکړي.

د اوکراین ولسمشر وايي، سپینې ماڼۍ د ټرمپ په مشرۍ د امنیتي ضمانتونو په برابرولو کې مهم رول لوبولی دی. هغه ټینګار وکړ چې هغه او د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر د جګړې پای ته رسولو لپاره«د قدرت له لارې د سولې» کړنلارې ته اړتیا لري.

هغه وویل:«له متحده ایالاتو پرته، د امنیت تضمین ممکن نه دی،» هغه په ​​​​څرګنده توګه ددې په بياتولو سره چې د کییف اروپایي متحدین په یوازې ځان د وضعیت اداره کولو لپاره په نظامي توګه خورا کمزوري دي وويل:« زما مطلب دا دی چې دا امنیتي تضمینونه کولی شي د روسیې د تېري مخه ونیسي.»

ښاغلي زیلینسکي په مرکه کې همداراز ويلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي خبرو ته لېواله نه دی او د کرملین مشر بايد دې ته اړ شي چې د جګړې درولو او د یوې تلپاتې سولې هوکړې ته راضي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین لپاره د جګړې ډګر د روسیې د ٢٠٢٢ د یرغل له لومړیو میاشتو راهیسې خورا ننګونکي پړاو کې دى، په تېره میاشت کې د کییف لوی شمیر ځواکونو په ختیځ ډونباس سیمه کې يوبل پسې کلي له لاسه ورکړل.