د جوبي کوریا حکومت نن سهار (دوشنبه ، مرغومي ١٧مه) اعلان وکړ چې دوی د موان نړیوال هوایی ډګر تړل د ججو ایر الوتکې غورځېدو په اړه د روانو تحقیقاتو له امله د جنورۍ تر١٤مه پورې غځوي.
د رویټرز د راپور پربنسټ، ټاکل شوې وه چې دغه هوايي ډګر سبا (سه شنبه) د الوتنو لپاره بېرته پرانستل شي.
د يادونې وړ ده چې د تېر کال د دسمبر په ۲۹ نېټه د جنوبي کوريا په موان نړيوال هوايي ډګر کې د جيجو اير الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۷۹ کسان مړه شوي وو.
یوه ګډه پلټونکې ډله د دې پېښې په اړه، چې د جنوبي کوریا تر ټولو خونړۍ الوتکه بلل کېږي، په اړه څېړنه کوي.
له بلې خوا، ټاکل شوې چې دوه کوریايي څېړونکي نن (دوشنبه) د متحده ایالاتو د ملي حمل او نقل د خوندیتوب کمېټې سره د تحلیل لپاره د الوتنې اطلاعاتو د ثبت وسايلو سره امریکا ته ولاړ شي.
د الوتنې د معلوماتو ثبتوونکى او د پيلوټ کابين غږ ثبتوونکي دوه تور بکسونه دي چې د پېښې په اړه مهم معلومات پکې دي.
پلټونکو د شنبې په ورځ د غږ ثبتونکي بشپړ معلومات د ججو ایر الوتکې له ټوټې څخه ترلاسه شوی و راټول کړي؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې آيا دوی به دغه معلومات به رسنيز کړي که نه.
څېړونکو د اونۍ په پای کې د الوتکې دوه انجنونه هم ترلاسه کړل. ځکه چې د برېښنايي انجن جوړونکو یو استازی د پلټونکو سره یوځای شوى دى.
په ورته وخت کې ، د سویلي کوریا د ټرانسپورټ وزارت د دوی د ساتنې ثبت د ټولو بوینګ ٧٣٧-٨٠٠ الوتکو پلټنې چې په دغه هېواد کې د ججو ایر او پنځه نورو هوایی شرکتونو لخوا پرمخ وړل کیږي، د جنورۍ تر لسمې پورې وغځولې.