نړۍ

په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې دوه فلسطینیان ووژل شول

انځور له رویټرز

د فلسطین د فتح ګوند او د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې د یوه ۱۷ کلن هلک په ګډون دوه تنه ووژل شول.

د فلسطیني رسنیو او د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، په دغه ډزو د جنین په جنوب کې د یوه ۳۷ کلن سړي پر کور او د نابلس د عسکر پر کمپ شوې دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، اسراٸیلي پوځ ویلي چې د دوی ځواکونو په لوېدیځه غاړه کې «یو وسله وال مخالف» وژلی او د «چاودېدونکو توکو د جوړولو ازماېښتځاى» یې ویجاړ کړی دی.

خو اسراٸیلو په یوه بله خبرپاڼه کې اعلان کړى چې د ۱۷ کلن ځوان د وژل کېدو په اړه راپورونه څېړي.

د يادونې وړ ده، چې د لوېديځې غاړې په شمال کې جين ښار له څو لسيزو راهيسې د فلسطيني وسله والو ډلو مرکز دى، چې د اسرائيلي پوځ له خوا د هغوی د شړلو له پرله پسې هڅو سره مقاومت کوي.

د فلسطین امنیتي ځواکونه تېره میاشت د جنین ښار ته د قانون غوښتونکو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه چې په ښار او ګاونډ کې يې د کډوالو په کمپ کې د ځواک اډه جوړه کړې، ننوتل.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس له برید وروسته پیل شوې، تر اوسه له ۴۵ زره ډېر کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او سلګونه زره نور بې ځایه شوي دي.