د طالبانو تر ادارې لاندې د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې ۶۰۰ د «لاف بیرډ» نسل څخه نایابه طوطیان، د دې ولایت له یوه خصوصي ژوبڼ څخه کویټ ته لېږدول شوي دي.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه طوطیان له انتقال ۱۵ ورځې مخکې په قرنطین کې ساتل شوي وو او په هغوی لازمې معاینې ترسره شوې ترڅو د نړیوالې روغتیا سند ترلاسه کړي.
د طالبانو په وینا، له دې وړاندې هم شاوخوا ۳۰۰ طوطیان د همدې خصوصي ژوبڼ څخه قطر ته لېږدول شوي وو.
په همدې حال کې، د چاپېریال ساتنې یو شمېر فعالان او د افغانستان وګړي د نایابه مرغانو اوژوو لکه د واورې پړانګ، د ښکار او انتقال په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی ټینګار کوي چې د دغو نسلونو ساتنه د افغانستان د حیاتي تنوع او وحشي ژوند د خوندي کولو لپاره اړینه ده.
دا نیوکې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان د څو کلونو جګړو او بېثباتۍ پر مهال، د خپلو نایابه مرغانو او حیواناتو د شمېر د کمېدو شاهد دی. یاد فعالان غوښتنه کوي چې نورو هېوادونو ته دې د لېږد پر ځای دې د خطر سره مخ نسلونو د ساتنې لپاره دې لا ډېرې هڅې وشي.