د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي دي چې په افغانستان کې چاودېدونکو توکو او د جګړې پاتې شونو په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۰۰ ډیر ماشومان وژلي یا ټپیان کړي دي.
دغه سازمان پر اېکس په یوه پیغام کې لیکلي، چې دغه ماشومان د چاودېدونکو توکو د چاودنې او یا هم له جګړې پاتې توکو سره تماس له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د یونېسف د معلوماتو پربنسټ، په دې موده کې په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه ماشومانو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو، د جګړې د پاتې شونو، د پېژندلو، مخنیوي او راپور ورکولو په اړه زده کړې ورکړل شوي دي.
د قربانیانو احصایې
چاودېدونکي توکي او د جګړې پاتې شوني هر کال په افغانستان کې د ماشومانو ژوند ګواښي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روان کال د زمري په میاشت کې په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، چې دغه مواد په ټول افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۱۱۰ کسان وژني.
د دغه راپور پربنسټ په ۲۰۲۳ کال کې د چاودنو او د جګړې د پاتې شونو ۸۹ سلنه قربانیان ماشومان وو. اوچا دغه راز ويلي، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۴۵ زره ډېر کسان د ماینونو، چاودېدونکو توکو او د جګړې د پاتې شونو د چاودنو له امله وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
یونېسف او نورو اړوندو بنسټونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ فعالیتونه او د جګړې د پاتې شونو پاکول د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د خدماتو دفتر ویلي چې په ٢٠٢٤ کال کې د دې فعاليتونو لپاره د کافي بودیجې نشتوالی ممکن د ٣.۴ ميلیون خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي.
دې موسسې د چاودیدونکو توکو او د جګړې د پاتې شونو د خطرونو په اړه د ماشومانو او لویانو د روزنې او همدارنګه د ماین پاکولو پروګرامونو د تمویل په دوام ټینګار کړی.