کندهار ولایت چې دا مهال د طالبانو د قدرت مرکز بلل کېږي، د هېواد د کورنیو تولیداتو د درې ورځني نندارتون د جوړېدو شاهد دی چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د ۱۵۰ فابریکو استازو په کې ګډون کړی دى.
په داسې حال کې چې د دغه نندارتون دویمه ورځ ده؛ سرچینې آمو ته ویلي، طالبانو دغه نندارتون ته د ښځو د ننوتلو مخه نیولې ده.
په دې نندارتون کې د هېواد د نورو کورنيو توليداتو تر څنګ د کندهاري مېرمنو په لاسي خامکي غاړې، آچار، مربا او د دوى له خوا جوړ شوي جامې نندارې ته اېښودل شوې دي. خو ښځو په کې برخه نه ده اخيستې.
د اچارو د يوې غرفې مدير بصيراحمد خپلواک وايي، چې په دې نندارتون كې يې د خپلې مېرمنې پر ځاى، چې دغه محصولات يې چمتو كړي وو، ګډون كړى دى.
هغه د دې په بیانولو سره چې طالبانو یې مېرمنې ته په دې نندارتون کې د ګډون اجازه نه وه ورکړې، زیاتوي: «دلته مې یو اچار راوړی دی. زما مېرمن یوه سوداګره ده؛ خو هغه ته اجازه نه وه چې دلته ګډون وکړي، نو پرځاى يې ما ګډون وکړ.
په دې نندارتون کې د ضياقلي ګولدوزې زوی چې خامکي غاړې جوړوي، هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی. هغه وايي چې دلته راغلی ځكه چې مور يې په دغه نندارتون کې د ګډون اجازه نه درلوده.
د سکارام بازارموندنې دفتر چې د دغه نندارتون تخنیکي مسؤل او تنظیموونکی دی هم ویلي چې په دغه نندارتون کې ټول ګډونوال نارینه دي او هیڅ ښځینه ګډون کوونکې نه لري.
د دغه نندارتون يو تن ګډونوال عبدالرحمن وايي، چې د ښځو د نه شتون له امله دغه نندارتون د پخوا په پرتله ډېر ځلانده نه دى.
که څه هم د کندهار سیمه ییزو چارواکو په ځانګړي ډول په دغه نندارتون کې د ښځو د نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو طالبانو تر دې وړاندې هم په یوه حکم کې په بهرنیو او کورنیو نادولتي ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز باندې ټینګار کړی دی.