افغانستان

د پلان جوړونې وزیر: پاکستان د افغانانو ته د «قربانيو» قیمت ادا کوي

د پاکستان د پلان جوړونې وزیر احسان اقبال وايي، هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې له نوې جګړې سره مخ دی او افغانانو ته د «قربانيو» قیمت ادا کوي.

هغه په ​​لاهور کې د هنرونو په ملي انسټيټيوټ کې د تجسمي هنرونو نندارتون ته په وینا کې وویل، «د پاکستان حکومت تل افغان حکومت (طالبانو) ته د خبرو له لارې ویلي چې په پاکستان کې د تروریستي موخو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخنيوى وکړٸ.»

د پاکستان د پلان جوړونې وزیر زیاتوي چې د هغه د هېواد خلکو د افغانستان د خلکو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي. خو اوس هم د هغو د پایلو سره مخ دي.

هغه هيله څرګنده کړه چې طالبان دې مسئلې ته پام وکړي او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د «ترهګريزو» بريدونو لپاره وکاروي.

ښاغلي اقبال د دې په بيانول چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره صادقانه هڅې کوي ويلي، چې «د دواړو خواوو ترمنځ معقولې خبرې تل مثبتې پایلې راوړي.»

ښاغلي اقبال زیاته کړه چې د حکومت د عالي کمېټې په غونډه کې د پاکستان د ټولو ايالاتو سیاسي، پوځي مشرتابه او لوړ پوړو وزیرانو د «ترهګرۍ او ترهګرو» د نه زغملو هوډ څرګند کړ.

طالبانو تر دې مخکې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار اخیستل رد کړي او ویلي یې دي چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون «ترهګرې» ډلې د دوی تر واک لاندې هېواد کې پټنځایونه نه لري او نه یې ملاتړ کوي.

خو برېښي چې پاکستاني چارواکي د طالبانو دې ادعاو ته ارزښت نه ورکوي او تل یې د طالبانو پر وړاندې په کارولو ټینګار کړی دی.

تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي وو چې د تحریک طالبان پاکستان غړي او قومندانان په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه د بریدونو پلانونه جوړوي.

تر دې وړاندې هم د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو پاکستاني پوځیانو هوايي بریدونه کړي وو، چې د طالبانو په وینا د ماشومانو او ښځو په ګډون یې ۴۶ کسان وژلي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا بریدونه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان غړي په نښه کوي. خو طالبانو ویلي چې دا بریدونه د «وزیرستاني کډوالو» پر کورونو شوي دي.

په عین حال کې، د پاکستان لومړي وزیر په دې وروستیو کې په اسلام آباد کې په یوه وینا کې وویل چې دا بریدونه د هغوى د حکومت مخالفو وسله والو ته چې دوى یې «خوارجو فتنې» بولي «غاښ ماتوونکی» ځواب وو.