د طالبانو له خوا د مسکن او ښار جوړولو وزارت وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۲۸زره۱۱۶ جریبه ځمکه له نورو هېوادونو څخه د راستنېدونکو افغانانو د استوګنې لپاره ځانګړې کړې کړه.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په نهو ولایتونو کې ځمکې مشخصې شوې او کډوال به په کابل، غزني، اروزګان، فراه، کندهار، جوزجان، سمنګان، پنجشیر او بامیان ولایتونو کې ځای پر ځای شي.
له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو له جبري شړلو نږدې دوه کاله وروسته لا هم دوی د بې کوره کېدو او د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.
هېواد ته له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو وضعیت
په داسې حال کې چې په دې موده کې، د ورکړل شویو احصایو له مخې، ایران او پاکستان نږدې څلور میلیونه کډوال په «جبري او داوطلبانه» ډول ایستلي دي. خو ډېر يې وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هېواد ته له راستنېدو وروسته د سرپناه نشتوالى، بې وزلي او لوږه، د روغتيا ساتنې نشتوالى، د کار محدود فرصتونه او د خپلو ماشومانو په ځانګړې توګه د لوڼو د زده کړو محدوديت په برتو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
په همدې حال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه یو شمېر راستانه شوي کډوال وايي چې په هېواد کې د ژمي په رارسېدو سره د خوراکي توکو نشتوالي او سړو کورونو په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.
یو شمېر دغه راستانه شوي کسان له میاشتو میاشتو تېرېدو وروسته اوس هم د ننګرهار، زابل او هرات په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو په کمپونو کې په کېږديو کې ژوند کوي.
له بلې خوا دغه کډوال زیاتوي، چې کله له پاکستان او ایران څخه په زوره ایستل شوي، د ژوند اکثره شرایط یې همدلته پاتې دي او په افغانستان کې د ژوند د نویو اړتیاوو وړ توکو د اخیستلو توان نه لري.