افغانستان

طالبانو بهر ته د کارکونکو د لېږلو په موخه غونډه وکړه

انځور له آرشيف

د طالبانو تر واک لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر یې بهر ته د افغان کارګرانو د«قانوني لېږد» لپاره غونډه وکړه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري، د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي، د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد نبي عمري، د عامې روغتيا وزارت مرستيال حمدالله زاهد او د طالبانو له تر ادارې لاندې د احصایې او اطلاعاتو ریاست مشر عبدالقهار ادريس هم ګډون درلود.

طالبان وايي، په دې ناسته کې يې پرېکړه کړې، چې د هېواد د کارګرانو د لېږد بهير دې ګړندى شي او د هغوى د حقونو د خونديتوب لپاره دې « ېپنځه اړخېزه هوکړه» چمتو شي.

که څه هم په خبرپاڼه کې په مشخص ډول د ټاکل شوي هېواد نوم نه دی یاد شوی؛ خو طالبانو تر دې وړاندې له یو شمېر قطري چارواکو سره د افغان کارګرانو د لېږلو اعلان کړی و.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بشري وضعیت او د خلکو ژوند

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوال وايي چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره د دوی لپاره د کار او فعاليت زمینه نوره هم محدوده شوې ده.

دغه هېوداوال لوږه او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په هېواد کې د بې وزلۍ خپرېدل د نورو جدي ننګونو په توګه یادوي چې د دوی ژوند یې تر فشار لاندې راوستی دی.

له دوى يو شمېر کسان زیاتوي، چې په شپه او ورځ کې د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د ډوډۍ د برابرولو توان هم نه لري او له بلې خوا د دوی لپاره د کار او روزګار زمینه هم محدوده شوې ده.

خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د تېر کال په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې به په راتلونکي کال کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په عین حال کې، اوچا ويلي، ١۴.٨ ميلیونه خلک به راتلونکی کال د « د خوړو حاد خوندیتوب» په کچه وي، چې د تېر کال په پرتله ٢.۴ ميلیونه زیاتوالی ښيي.

په همدې حال کې په جينوا کې د افغانستان دایمي استازي ویلي چې افغانستان ته د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې تر ۸ میلیونو ډېر خلک د بېلابېلو لاملونو لکه لوږه او بې وزلۍ، د کار نشتوالی، د طالبانو محدودیتونه، پر زده کړو بندیز، ګواښونه، له بشري حقونو سرغړونو له امله وتلي دي.