د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې د روسیې او شمالي کوریا ځواکونو د کورسک په سیمه کې د خپل هېواد له ځواکونو سره په جګړه کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي؛ خو د تلفاتو کره شمېر یې نه دی وړاندې شوى.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پربنسټ ښاغلي زیلینسکي په خپله شپنۍ ویډیويي وینا کې د اوکراین د لوی درستیز الکساندر سيرسکي په حواله ویلي چې د اوکراین پولې ته څېرمه د ماخنووکا په کلي کې له تېرو دوو شپو-ورځو راهیسې جګړه روانه ده.
د اوکراین د چارواکو او لوېدیځو هېوادونو ارزونې ښیي چې د شمالي کوریا شاوخوا ١١زره ځواکونه په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي دي، چې اوکرایني ځواکونو د تېر کال د اګست په میاشت کې د پولې څخه د تېرېدو وروسته د هغه ځینې برخې ونیولې.
د اوکراین ولسمشر په خپله وینا کې وویل:«د کورسک په سیمه کې د ماخنووکا په نوم یوازې یوه کلي ته نږدې د پرون او نن ورځې په جګړو کې د روسیې پوځ د شمالي کوریا د فوځ او روسي پلي ځواکونو له خوا ماتې وخوړه. دا د پام وړ دی.»
ولادیمیر زیلینسکي په دې اړه مشخص جزیات ورنکړل. خو د نظامي واحد اندازه توپیر لري چې په عمومي توګه د څو سوو سرتېرو څخه جوړه وي.
تېره اوونۍ ښاغلي زیلینسکي په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد ځواکونه د روسي ځواکونو له خوا د دوی تر څنګ په جګړه کې خوندي نه دي. هغه زیاته کړه چې د شمالي کوریا ځواکونه د نېول کېدو او په ځینو مواردو کې د دوى د ځواکونو لخوا د اسيرکېدو د مخنیوي لپاره خورا سخت اقدامات کوي.
د اوکراین ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې همداراز ويلي چې د پولې په ۱۰۰۰ کیلومترۍ کې د پولې په اوږدو کې «سخته جګړه» روانه ده او وضعیت تر ټولو سخت د پوکروفسک ښار ته نږدې دی.
د اوکراین د پوځ یوه ویاند مخکې ویلي وو چې پوکروفسک د جګړې په ډګر کې تر ټولو ګرمه برخه پاتې شوې او روسي ځواکونو ښار ته نږدې نوي بریدونه پیل کړي چې له سوٸل څخه یې تېر کړي او اوکرایني ځواکونو ته یې اکمالاتي لارې بندې کړي دي.