په جلاوطنۍ کې یو شمېر افغان خبریالان وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ په ۱۲۰۰ ورځو کې ۳۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نېولي او هر یو یې د بند پر مهال له «ژور او آن د نه منلو وړ تاوتریخوالي» سره مخ شوي دي.
د هېواد دغو خبریالانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوازې ۲۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپل نوم او شهرت انعکاس ته اجازه ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې موده کې او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۱۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په هېواد کې دننه او بهر وژل شوي او یا هم په مرموز ډول وژل شوي او ۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر سیوري لاندې د فعالو رسنیو شمېر
په افغانستان کې مېشت خبریالان وايي، د طالبانو د واکمنۍ په ۱۲۰۰ ورځو کې په هېواد کې له ۵۳۶ فعالو رسنیو څخه ۲۵۰ یې تړل شوي او فعالیتونه یې بند شوي دي. په ورته وخت کې شاوخوا ۵۰ نویو رسنیو د طالبانو تر سیوري لاندې فعالیت پیل کړی دی.
د هېواد دغه خبریالان زیاتوي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په دې دوره کې شاوخوا ۱۲ فرمانونه او لارښوونې صادرې او تصویب کړې، چې ټول یې پر رسنیو د محدودیتونو ټینګار کوي.
په دې خبرپاڼه کې د طالبانو تر ټولو مهمې لارښوونې او قوانين، چې د «امر بالمعروف او نهى عن المنکر» قانون بلل کېږي، چې «آزادې رسنۍ يې په بشپړه توګه له منځه وړې او د بيان د ازادۍ پر تابوت يې وروستی مېخ هم لګولى دى«
د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځینه خبریالانو د کار څرنګوالى
په ورته وخت کې په افغانستان کې مېشتو خبریالانو ویلي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته تر سلو کمو ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته اجازه ورکړې چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي. خو له بلې خوا ښځینه خبریالانې له دندو ګوښه شوي دي.
د دې خبرپاڼې په یوه برخه کې له افغانستان څخه د طالبانو له راتګ وروسته د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د تېښتې په اړه ویل شوي چې په دې موده کې له څه باندې ۱۲ زره خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو څخه یوازې ۴زره۵۰۰ یې توانېدلي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي؛ خو ډېرو کسانو چې خپلې دندې پرېښي دي اړ شوي چې په نورو دندو سره خپل ژوند ته دوام ورکړي او یا هم له افغانستانه وتلي دي.
د هېواد دغو خبريالانو په يادې خبرپاڼه کې زياته کړې ده چې که څه هم د هغو خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو کره شمېره نشته چې له هېواده وتلي؛ خو اټکل کېږي چې تر يو زرو ۵۰۰ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اروپا یا شمالي امریکا ته کډوال شوي دي. په همدې حال کې د پاکستان، ایران، ترکیې، هند او منځنۍ اسیا په هېوادونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپل کډوالۍ دوسیو ته انتظار باسي.
د طالبانو لخوا د رسنیو په اړه د قوانینو لغوه کول
ياد افغان خبريالان دغه راز وايي، چې طالبانو د جمهوري دورې قوانين د خپلو تګلارو او پاليسيو د پلي کولو پر وړاندې د «لوى خنډ» په بللي او خپلې واکمنۍ ته له ستنېدو وروسته يې لغوه کړي دي. څلور مهم سندونه چې د رسنیو له کار او د بیان له ازادۍ سره مستقیمې اړیکې درلودې (اساسي قانون، د عامه رسنیو قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د عامه رسنیو د تاسیس او فعالیت مقررات) د دوی له خوا د طالبانو د بېرته راتګ په لومړي کال لغوه شول.
د دې خبرپاڼې پربنسټ، طالبانو د خپلې واکمنۍ تر راتګ وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د رسنیو عالي شورا، د حکومت او د رسنیو ۳۴ ګډې کمېټې، د ملي ټلوېزیون کمېسیون او اړوند بنسټونه هم لغوه کړل. خو دوی د رسنیو د شکایتونو د حل کولو کمېسیون«د دوی د خپلې خوښې پربنسټ» بیا فعال کړ.