نړۍ

پر غزې د اسراٸيلو په بریدونو کې ۷۰ تنه ووژل شول

نځور له رویټرز

د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان کړی چې د شنبې په ورځ (مرغومي ۱۵) د غزې په تړانګه کې د اسراٸيلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ تنه ووژل شول.

رویټرز د غزې د ډاکټرانو او ځايي اوسېدونکو په حواله راپور ورکړی چې یوازې د غزې په ښار کې پر دوو کورونو په دوو هوايي بریدونو کې ۱۷ تنه ووژل شول.

د دغو نښه شویو کورونو یو ګاونډی احمد عیان وايي: «ماسپښین شاوخوا دوه بجې د یوې لویې چاودنې په غږ له خوبه راوېښ شو.»

هغه زياته کړه، چې د دغه بريد ډېر قربانيان ښځې او ماشومان دي او ټول ملکي وګړي دي. دلته داسې څوک نشته چې راکټونه وغورځوي او یا د حماس ملېشه وي.

دغه خبري آژانس لیکلي چې خلک له خاورو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې دي او ډاکټران وايي چې په مړو کې څو ماشومان هم شامل دي. له برید څو ساعته وروسته لا هم له دغو سوځېدلو کورونو څخه اورونه او لوګي پورته کېږي.

اسرائیلي پوځ تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې، د فلسطین ملکي بېړنيو خدمتونو ادارې اعلان کړى چې د غزې په ښار کې په یوه کور کې د شنبې په ورځ له دوو بریدونو وروسته پنځه تنه ووژل شول. دې ادارې زیاته کړې، وېره ده چې لږ تر لږه ۱۰ نور کسان هم تر خاورو لاندې وي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د اسرائیلو پوځ اعلان کړی و چې د محاصره شوې سیمې په شمالي څنډه کې یې د بیت حانون په ښارګوټي کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي. هغه ځای چې د دغه هېواد پوځ له درېیو میاشتو راهیسې پکې عملیات کوي او د حماس له خوا کارول شوی پوځي کمپلکس یې ویجاړ کړی دی.

د فلسطیني ډاکټرانو په وینا، په شمال کې په جبالیه او د دیرالبلاح مرکزي ښار ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه شپږ نور کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې، د فلسطین روغتیایی چارواکو اعلان کړی چې د شنبې په ورځ د جمعې راهیسې د مړو شمیر ٧٠ تنو ته رسېدلی دى.