افغانستان

ایران په سراوان کې ۱۱۵ افغان کډوال ونيول

د ایران د سراوان د انتظامي پوليسو قومندان حسین علي سنچولي اعلان وکړ چې د دغه هېواد پولیسو په سراوان ښار کې ۱۱۵ «ناقانونه اتباع» ونیول.

د ایران حکومت افغان کډوال «ناقانونه اتباع» بولي.

دغه ايراني چارواكي خبريالانو ته وويل په تېرو ۷۲ ساعتونو كې په سراوان كې د قانون پلي كولو پلانونه د خلكو د امنيت د احساس د زياتوالي، د هېوادوالو د راضي كولو او له غلو او د نظم او امنيت له ګډوډونكو سره د چلند په موخه پلي شوي دي.

هغه زیاته کړه:« په دې عملیاتو کې ۱۱ تنه غله، ۳۲ تنه روږدي او ۱۱۵ تنه ناقانونه اتباع نیول شوي دي.»

ښاغلي سنچولي زیاته کړه: «د ۱۳ غلا شویو او بې اسنادو موټرسایکلونو، ۲۵ عرادې جواز لرونکې او بې جوازه موټرسايکلونه، د ۲ میله کلاشینکوفونه، د ۲ غیر قانوني ښکار وسلې، د کلاشینکوف مرمۍ او مهماتو نيول د دې پلان نورې پایلې وې.»

دغه ایرانی چارواکی ټینګار وکړ چې دغه ډول پلانونو عملي کول به په مسلسل ډول دوام ولری.