د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد وايي، د «اسلام په چوکاټ کې» د افغان ښځو له حقونو څخه دفاع ته ژمنه ده.
نوموړې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۵مه) پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه لا هم په پرله پسې توګه تر بریدونو لاندې دي.
د هغه په وینا، سږ کال د طالبانو « شاته تګ» دې کچې ته رسېدلی چې ښځې او نجونې یې له «باعزته ژوند» څخه بې برخې کړي دي.
د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړې چارواکې وویل: «موږ نه تسلیمېږو. زما ژمنه د اسلام په چوکاټ کې د دوی (ښځو) حقونو څخه د دفاع لپاره ټینګه او کلکه ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ کې، ښځې او نجونې د زده کړې، کار او د حرکت د ازادۍ په ګډون د خپلو اساسي حقونو څخه محرومې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې بشري حقونو بنسټونو او کارپوهانو د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو چلند «جنسيتي تبعيض» بللی او غواړي چې په رسمیت وپېژندل ي.
د هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سختو سرغړونو له امله به طالبان په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته وپېژني.
دغو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې د افغانستان نړیوال مکلفیتونه مراعات کړي او د ښځو له حقونو څخه سرغړونې پای ته ورسوي.
دا شکایت د «ښځو په وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون» په استناد چمتو شوی دى.
په همدې حال کې د امریکا د امنیت د مرکز په نوم یوه اداره وايي چې د ښځو د ځورونې او د جنسیتي تبعیض له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو ورپېژندل د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره د حل لاره نه ده او هېوادونه باید په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي.
دغه مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په داسې حال کې چې د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو د «جبرانه چلند» له امله د محاکمه کولو لپاره د څلورو هېوادونو وړاندیز شوې طرحه موږ ته یادونه کوي چې په قانوني توګه، طالبان «د ښځو د حقونو په اړه سپین چک نه لري»خو دغه دوسیه محکمې ته په رسېدو کې څو میاشتې وخت نیسي.