د دايکندي څخه سرچينې آمو ته وايي، چې د دې ولايت د ولسواليو د سړکونو او له ګاونډيو ولايتونو سره د نښلوونکو لارو په ګډون ټولې عامه لارې د واورې له اورېدو وروسته بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې دي.
دغه سرچينې وايي، چې له دايکندي څخه د نيلي قوناق عمومي لاره اوس پرانيستل شوې او پر دې لاره د واورو ضخامت ۵۵ سانتي مترو ته رسېږي.
سرچينه زياتوي، چې د نيلي-خدير او نيلي-کيتي لارې هم پرانېستل شوې چې په يادو لارو کې د واورو ضخامت ۵٠ سانتي متره دى.
د يادونې ده، چې د دايکندي ولايت د نيلي – شهرستان او نيلي – پاتو لارې هم د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې دي.
د دايکندي سيمه ييز چارواکي وايي، چې د نيلي – اشترلي لاره لا هم تړلې ده او قراردادي شرکت ته يې لارښوونه کړې، چې دغه لاره ژر پرانيزي.
طالبان وايي، په دغه ولایت کې د لارو پرانیستل او تړل موقتي دي او ممکنه ده چې د توپان او واورو د ورېدو له امله یو شمېر لارې بیا د ترافیکو پر مخ تړلې وي. خو دوی وضعیت څاري.
په دایکندي کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۳۷۴ کیلومتره سړکونه له واورو پاکولو په پلان کې دي، چې له دې جملې څخه ۹۷ کیلومتره یې د دغه ریاست د ماشینونو او پاتې نور یې د یوه قراردادي شرکت له خوا پاکیږي.