د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت یوه پلاوي د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویکرام مصري په مشرۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي په مشرۍ له ایراني پلاوي سره وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان، لوېدیځې اسیا، جنوبي قفقاز، چابهار بندر، کرنيزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي مسایلو په ګډون د سیمې اوسني او نړیوال پرمختګونه ددې ناستې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان د بیارغاونې او اقتصادی پراختیا په ملاتړ کې د چابهار بندر پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ياده دې وي، چې دواړو خواوو د ملګرو ملتونو، بريکس او د شانګهای د همکارۍ سازمان په ګډون په څو اړخيزو غونډو کې د همکارۍ د ژورتيا په اړه پر خپلو ژمنو ټينګار کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال همداراز د دغو خبرو اترو په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره اړيکه نیولې او دواړو لورو د دوه اړخېزو مسایلو او اوسنیو سیمه ییزو ننګونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره به د لوړې کچې تبادلې ته دوام ورکړي.
چابهار بندر
چابهار بندر د افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو سوداګریزو تعاملاتو په برخه کې یو له مهمو بندرونو څخه ګڼل کیږي او په دې وروستیو کې یې د پراختیا او په دې اړه په خبرو اترو کې د افغانستان د دریځ په اړه خبرې کېږي.
تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو د رٸيس الوزراء له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي و چې هېواد یې غواړي د چابهار بندر په فعالولو او پراختیا سره آزادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې کارپوهان وايي، چې د پاکستان له لارې د افغانستان د ځمکنۍ سوداګرۍ په لاره کې له زیاتو ننګونو سربېره چابهار د افغانستان د سوداګرۍ لپاره غوره او مناسب غوراوى بلل کېدای شي.