افغانستان

د باميان عمومي لارې د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوې

د بامیان ولایت سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې د دې ولایت ټراانسپورټي او عامه لارې له سختې واورې ورېدو وروسته بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو ورځو کې د سختې واورې ورېدو له امله د باميانو يو شمېر عامه لارې، له مرکز سره د دې ولايت د اوو ولسواليو د مواصلاتي لارو او دغه راز له ګاونډيو ولايتونو سره يې تګ-راتګ لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي وې.

دغه سرچينې وايي، د قوناق، شاتو، آب قول کرمان، بېکک، حاجي ګک او شيبر په ګډون د باميانو ټول مهم کوتلونه اوس د مسافرو پر مخ پرانيستي دي.

په ورته وخت کې سرچینې زیاتوي، چې د توپان له امله ښايي د دې ولایت یو شمېر لتذې په موقتي توګه د راتلونکې ورځې او شپې په اوږدو کې بند پاتې شي. خو د طالبانو تر ادارې لاندې مسٶوله اداره به د قراردادي شرکتونو په همکارۍ وضعیت تر څارنې لاندې ونيسي.

په همدې حال کې د بامیان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن (شنبه د مرغومي ۱۵مه) د سهار تر ۱۱ بجو پورې به د واورو د لیرې کولو ټولې ستونزې هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو ورځو او شپو کې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د سپکو او درنو واورو اورښت شوى، چې د افغانستان د لرو پرتو سيمو د اوسېدونکو تګ راتګ يې له ستونزو سره مخ کړى دى.