د کاناډا حکومت د یوې خبرتيا په خپرولو خپل اتباع د «خطرناک امنیتي او بې ثباته وضعیت»له امله افغانستان ته له سفر کولو منع کړل.
په خبرتيا کې له کاناډايي اتباعو غوښتنه شوې چې که په افغانستان کې وي، په خوندي ځاى کې دې پناه واخلي او که اړتيا وي، خوندي ځاى ته دې لاړ شي او دا مهال دې «احتياط» وکړي. دغه هېواد خپلو اتباعو ته ویلي: «تاسو د خپل ځان او کورنۍ د خوندیتوب مسولیت لرئ.»
کاناډا د افغانستان امنیتي وضعیت «بې ثباته، خطرناک او بې نظمه» بللی او ویلي یې دي چې په هیواد کې د ترهګریزو بریدونو، روانې وسله والې جګړې، د تښتونې خطر، خپلسري توقیف او د طالبانو له خوا د بشري حقونو پراخه سرغړونې او همدارنګه د جرمونو د لوړې کچې خطر شته.
دغه هېواد زیاتوي، چې په کابل کې د خپل سفارت د تړل کېدو له امله په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو او نور ملاتړ توان نه لري.
په دې خبرتيا کې، د کاناډا اتباعو څخه غوښتل شوي که کونسلي مرستو ته اړتیا ولري، د هېواد د بېړني غبرګون او نظارت مرکز سره دې اړیکه ونیسي.
په دې خبرتیا کې کاناډایانو ته په خطاب کې دغه راز یادونه شوې چې که دوی په بریالیتوب سره له افغانستانه وتلي وي او کونسلي مرستو ته اړتیا ولري، د کاناډا له نږدې دولتي دفتر سره دې اړیکه ونیسي.
د کاناډا حکومت همداراز له خپلو اتباعو غوښتي چې د مهم معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په بهر کې د کاناډايانو د نومليکنې چوپړتياوو سره ځان ثبت کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې جرمني، امریکا، استرالیا او برېټانيا هم له خپلو اتباعو غوښتي وو چې د جدي امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.
تر اوسه طالبانو د کومو هېوادونو او په ځانګړې توګه د کاناډا د حکومت د دغو خبرتياوو په اړه څه نه دي ويلي.