افغانستان

ایران او پاکستان په یوه اونۍ کې څه باندې ۴۲۰ کډوالې کورنۍ اېستلې دي

انځور له آرشیف

د هغو احصایو پر بنسټ چې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس له راپورونو د آمو لخوا راټوې شوې، ایران او پاکستان په تېره یوه اوونۍ کې (د مرغومي له ۷ تر ۱۴مې) پورې ۴۲۱ افغان کډوالې کورنۍ اېستلې دي.

د دغو شمېرو له مخې، په دې موده کې ایران ۳۰۴ او پاکستان ۱۱۷ کډوالې کورنۍ ایستلې دي.

دا احصایې د تېرې اونۍ له لومړیو پنځو ورځو څخه دي او د طالبانو تر ادارې لاندې دغې خبري ادارې د روانې اونۍ په وروستیو دوو ورځو کې د کډوالو د راستنېدو شمېرې نه دي خپرې کړې.

په تېره یوه اوونۍ کې ۵۵ کورنۍ د تورخم له لارې او ۶۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د دغو شمېرو پر بنسټ، ۱۲۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او همدارنګه ۱۸۰ کورنۍ د هرات له اسلام کلا بندر څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان یوه اونۍ وړاندې (د مرغومي ۱-۷) ۳۹۳ افغان کډوالې کورنۍ شړلي دي.

د آمو لخوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، ایران په دې موده کې ٢٩٣ او پاکستان ١٠٠ کډوال کورنۍ اېستلې دي.