افغانستان

شریف پر افغانستان د پاکستان وروستی برید «غاښ ماتونکی ځواب» وباله

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تازه ویلي چې د افغانستان د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو وروستی برید د حکومت مخالفو وسله والو ته «غاښ ماتوونکی» ځواب وو.

هغه په اسلام آباد کې په یوه غونډه کې، چې حکومت یې په اېکس خپره کړې، د خپل حکومت مخالف وسله وال «د خوارجو فتنې» وبللې او ویې ویل چې د دوی د «بشپړ له منځه وړلو» وخت راغلی دی.

هغه د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته وویل چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په ګډون د وسله والو د بریدونو تر شا بهرني لاسونه دي.

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې په پکتیکا ولایت کې یې د تحریک طالبان پاکستان غړي په نښه کړي دي.

خو طالبانو ویلي چې بریدونو کې د وزیرستاني کډوالو ګڼ شمېر کورنۍ په نښه شوې چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

شریف تر دې مخکې ویلي وو چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان له خاورې خپل بریدونه تنظیموي.

طالبانو تر دې وړاندې د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې ګواکې  دوی د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي او دا ډله د دوی تر واک لاندې په افغانستان کې خوندي پټنځايونه نه لري.

نیویارک ټایمز د مرغومي په ۱۳مه راپور ورکړ چې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر ځینو برخو د پاکستان هوايي بریدونو سیمه ییز تاوتریخوالی لا پسې زیات کړی دی.

دغه ورځپاڼې ويلي، طالبان د ټي ټي پي په وړاندې د اقدام کولو لپاره د پاکستان د غوښتنو او د دې ډلې لپاره د دوی د داخلي انګېزو تر منځ لاس او ګرېوان دي.