یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی خپور شوی د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې کانګرېس ته د اسراٸیلو لپاره د اته میلیارده ډالرو د وسلو د پلور وړاندیز خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۱۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالات د نورو منځګړو په ګډون هڅه کوي چې د اسراٸیلو او حماس ترمنځ د یرغمل شوو بندیانو د خلاصون په خاطر د اوربند هوکړې ته ورسېږي.
اکسيوس مخکې راپور ورکړی و چې اسراٸیلو ته د وسلو د پلور تړون د استازو جرګې او د سنا د کمېټو تصویب ته اړتیا لري چې په کې د جنګي الوتکو او بریدکوونکو چورلکو لپاره مهمات او همدارنګه د توپونو مرمۍ شاملې دي.
د يادونې وړ ده چې د وسلو په دې بسته کې بمونه او د کوچني قطر سره جنګي قالبونه هم شاملې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې، فلسطین پلوه لاريونوال د میاشتو راهیسې د اسراٸیلو په وړاندې د وسلو د پلور د بندیز غوښتنه کوي. خو په اړه يې د متحده ایالاتو پالیسي په پراخه کچه په خپل ځاى پاتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په اګست میاشت کې امریکا پر اسرائیلو د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت جنګي الوتکې او نور پوځي تجهیزات وپلورل.
د بایډن اداره وايي چې له خپل متحد (اسرائیل) سره مرسته کوي چې د ایران په ملاتړ ملېشو ډلو لکه په غزه کې حماس، په لبنان کې حزب الله او په یمن کې د حوثیانو په وړاندې دفاع وکړي.
په عین حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د غزې په جګړه کې د اسرائیلو د بريدووو له پیله تر اوسه د وژل شویو کسانو شمیر تر ۴۵ زرو اوښتی دی او وېره شته چې ډیر نور کسان هم تر خاورو لاندې شوي وي.