رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د داعش بیرغ سره د یوه متقاعد امریکايي سرتېري برید دغه ډله د یو ځل بیا پاملرنې محور ګرځولی دی.
د راپور له مخې، دا برید ښيي چې داعش څنګه په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ د پوځي ایتلاف له خوا د کلونو زیانونو سره سره د تاوتریخوالي د هڅولو توان ساتلی دی.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د اردو متقاعد عسکر شمس الدین جبار د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳ مه) په نیو اورلینز کې د نوي کال په ورځ د خلکو په ګڼه ګوڼه یو لارۍ موټر وربرابر کړ چې له امله يي ۱۵ تنه ووژل شول.
اېف بي آى په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سړی ۴۲ کاله عمر لري او د هغه په موټر کې د داعش بېرغ موندل شوی او دغه اداره یې له «ترهګرو» ډلو سره د هغه د احتمالي اړیکو په اړه پلټنې کوي.
له بلې خوا، پلټونکو د هغه په موټر کې وسلې او احتمالي چاودېدونکي توکي هم موندلي دي. نور چاودیدونکي توکي هم د فرانسوي کوارټر په سیمه کې پېژندل شوي او په خوندي ډول بې شنډ شوي دي. د راپورونو له مخې په دغه برید کې کارول شوی موټر په کرایه نیول شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د داعش خلافت په ۲۰۱۷ کال کې په عراق کې او په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له پرله پسې پوځي عملیاتو وروسته ړنګ شو.
رویټرز لیکلي چې د دې ډلې مشري اوس پټه ده او د دې ډلې ټولیز اندازه معلومول ګران دي. ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون په منځني ختیځ کې د دغې ډلې د غړو شمېر ۱۰ زره اټکل کړی دی.
په همدې حال کې اسلامي دولت ډلې، یا داعش، د بيا تنظيم لپاره مبارزه کې ډېر لوی عملیات اداره کړي، او د متحده ایالاتو په نیو اورلینز کې د برید په څېر بریدونو ته ادامه ورکوي.
تر دې وړاندې داعش د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې د روسیې د پلازمېنې مسکو په څنډه کې د موسیقۍ د کنسرت پر یوه تالار وسله وال برید کړی و، چې لږترلږه ۱۴۳ کسان پکې وژل شوي وو.
په همدې حال کې دغې ډلې د ۲۰۲۴ زيږديز کال د جنورۍ په میاشت کې د ایران په کرمان ښار کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې دوه چاودنې وکړې چې له امله یې شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل شول.