د کابل – بامیان لویه لار د واورې ورښت له امله د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.
په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د امنیه قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لویه لار د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د کوتل اوني په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې شوې ده.
طالبان وايي، هڅه کوي چې وضعیت ښه کړي او دغه لویه لاره بېرته پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې له پرون راهیسې د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه د سختو بارانونو او واورو شاهدان دي.
که څه هم یو شمېر هېوادوال په ځینو سیمو کې د واورې په ورېدو خوښ دي؛ خو يو شمېر کليوال او خلک چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې ژوند کوي د تګ راتګ په برخه کې له ستونزو شکايت کوي.