نړۍ

په کییف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه تنه ووژل شول

انځور له رویټرز

اوکرایني چارواکو اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ د روسیې په پلازمېنه کیيف کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د اوکراین د دولتي بېړنیو خدماتو په حواله راپور ورکړی چې د کییف په مرکز کې د استوګنې د ودانۍ دوه پوړونه په برید کې ویجاړ شوي.

د دغه خبری آژانس د خبر له مخې د اوکراین هوایی ځواک د بريد په وخت کې د راتلونکو بې پیلوټه الوتکو په هکله خبرداری ورکړ او د بريد شنډلو لپاره یې هوایی دفاع هم فعاله شوې ده.

د اوکراین د دولتي بېړنيو خدماتو لخوا خپاره شوي عکسونه ښیې چې اور وژونکي د سوځیدلې ودانۍ یوه کونج کې د اور وژلو په حال کې دي او ژغورونکي د لوړ عمرلرونکو قربانيانو سره مرسته کوي.

په همدې حال کې، د اوکراین ملي بانک په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړى چې د دې بانک یوه ودانۍ ته نږدې د بې پیلوټه الوتکې د پارچو له امله زیانمنه شوې ده.

په عین حال کې اوکرایني چارواکو ویلي دي چې د نسکورې شوې بې پیلوټه الوتکې برخې په یوه بل ګاونډ کې یوه غیر استوګني ودانۍ ته هم زیان رسولی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې د برید په غبرګون کې وویل:«آن د نوي کال په ماښام ، روسیه یوازې په دې فکر کې وه چې څنګه اوکراین ته زیان ورسوي.»

په همدې حال کې د اوکراین پوځ اعلان کړی، چې تېره ورځ او شپه د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د روسیې له خوا د توغول شویو ۱۱۱ بې پیلوټه الوتکو له ډلې یې ۶۳ یې نسکورې کړي او ۴۶ نورې بې پیلوټه الوتکې د الکترونیکي پارازيټ له امله غورځېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه د اوکراین په ښارونو او کلیو باندې منظم هوايي بریدونه کوي او د اوکراین په ختیځ کې یې یو شمېر کلي نیولي او د پرمختګ په حال کې دي.

د يادونې وړ ده، چې د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ همداراز روسي ځواکونو په يوه شپني بريد کې پر کييف او درېيمه شمالي سيمه ۲۱ توغندي وتوغول، چې د شوستکا په ښار کې يې ودانۍ او زېربناوې زيانمنې کړې دي.

د شوستکا د ښار چارواکو ويلي، د چهارشنبې په ورځ د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خرسون په ښار کې یو ۲۳ کلن رضاکار کارکوونکی د «روسیې مرميو» په ډزو ووژل شو.

د خرسون د سیمې والي الکساندر پروکودین له پېښې وروسته وویل چې د دغه ښار په شمال ختیځ کې د ښار یو تن اوسېدونکی د بې پیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې د ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.