نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د جنګی الوتکو بمباریو چې له پخوا ناکراره سیمه وه، تاوتریخوالی لاپسې زیات کړی دی.
راپور وايي، که څه هم د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې یو وخت نږدې وې؛ خو اوس«کړکېچنې»او د پولې تاوتریخوالی تبادله د اندېښنه ګرځیدلې ده.
د پکتيکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان جنګي الوتکو بريدونه
طالبانو ویلي، پاکستاني پوځیانو د سه شنبې په ماښام د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو بمبار کړی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه وژل شوي دي.
له بریدونو وروسته، پاکستاني چارواکو وویل چې د دوى پوځ د «تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پټنځایونه په نښه کړي» او د دغه ډلې څو لوړ پوړي وسله وال یې وژلي.
دغه بريدونه وروسته له هغه وشول چې د پاکستان په سرحدي سيمه کې ١٦ پاکستاني پوځيان په کمين کې ووژل شول.
خو د پکتيکا په برمل کې له هوايي بريد وروسته د طالبانو د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې پاکستاني پوځيانو «يو شمېر ملکي وګړي چې ډېر يې وزيرستاني کډوال وو، په نښه کړي دي.»
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ کړکېچ
دا هوايي بریدونه په افغانستان کې د پاکستان پوځ له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته او په تیر کال کې دویم لوی بريد و.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپلې کابینې له وزیرانو سره په لیدنه کې وویل، «دا زموږ لپاره سره کرښه ده. که چیرې ټي ټي پي له هغه ځایه (د افغانستان له دننه څخه) فعالیت کوي، دا موږ ته د منلو وړ نه ده. موږ په هر قیمت د پاکستان د حاکمیت دفاع کوو.»
په همدې حال کې نیویارک ټایمز د خیبر پښتونخوا د پولیسو د پخواني لوړپوړي افسر اختر علي شاه په حواله لیکلي چې د پاکستاني طالبانو د بریدونو زیاتوالي پر اسلام آباد او افغان طالب چارواکو ډېر فشارونه اچولي دي.
ښاغلي علي شاه وويل:« د پاکستان حکومت باید خپلو خلکو ته وښيي چې د بریدونو ځواب به ورکوي. په داسې حال کې چې هېواد د کمزورې حکومتولۍ او اقتصادي محدودیتونو په ګډون له ګڼو بحرانونو سره چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې خنډ ګرځي، مخ دی.»
له بلې خوا، د دغه راپور پربنسټ، طالبان هم د ټي ټي پي په وړاندې د اقدام کولو او د دې کار ترسره کولو لپاره د «قوي داخلي» انګېزې درلودلو لپاره د پاکستان د غوښتنو په منځ کې نیول شوي.
دغې خبري شبکې لیکلي چې ښايي طالبان هم د ټي ټي پي د له منځه وړلو وېره ولري. ځکه چې دوی جهادي عقیدې لري او له دوی سره ژورې اړیکې لري، چې د طالبانو د لیکو د پاشلتيا لامل ګرځېدلى شي او دوی په افغانستان کې د داعش خراسان په نوم د اسلامي دولت ډلې پورې تړلې ډلې ته رهبري کړي چې د طالبانو واکمنۍ ته مخ په زیاتېدونکي ګواښ بلل کېږي.