نړۍ

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر په خپل لومړني رسمي بهرني سفر ریاض ته ولاړ

اسعد حسن شیباني د سوريې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر

د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو نوی ټاکل شوی وزیر اسعد حسن شیباني په خپل لومړني رسمي سفر د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ولاړ.

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې دغه سفر پرون (چهارشنبه، د مرغومي ۱۲مه) د يوه پلاوي په ملتيا ترسره شو.

د رویټرز د راپورپر بنسټ، په دغه پلاوي کې د سوریې د دفاع وزیر مرحف ابو قصري هم شامل دی.

سعودي عربستان ته د سوریې د نوي حکومت د چارواکو دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې په دغه هېواد کې د ایران د نږدې متحد بشارالاسد په مشرۍ د پخواني حکومت له نسکورېدو څه کم یوه میاشت تېرېږي.

د سوریې پخوانی حکومت د سوریې د تحرير شام په مشرۍ د یاغیانو په لاس نسکور شو وروسته له هغه چې لیرې کړای شوی ولسمشر بشارالاسد له دمشق څخه مسکو ته په الوتکه کې وتښتید.