په غزه کې ډاکټرانو اعلان کړی چې نن سهار (پنجشنبه، مرغومي ۱۳مه) د غزې پر جنوبي سیمو د اسرائیلي ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول.
رویټرز د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې برید د خان یونس په لوېدیځ کې د المواسي په سیمه کې، چې د بشرپاله زون په توګه اعلان شوی د یوې کورنۍ په کېږدۍ کې شوی دی.
د غزې ډاکټرانو ویلي، چې په دغه برید کې ۱۵ نور کسان ټپیان شوي دي او د دغه برید په قربانیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
اسرائیلي پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د حماس تر کنټرول لاندې سیمو باندې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې تر ۴۵زره۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
له بلې خوا د دغه راپور پربنسټ په دغه جنګ کې ۲.۳ میلیونه کسان بې کوره شوی دی او د غزې په ساحلی تړانګه کې ګڼ مېشتي ځایونه ویجاړ شوی دی.
په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه پر اسرائیلو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور د دغې ډلې وسله والو لخوا یرغمل شول.
که څه هم حماس تېر کال له اسراٸیلو سره د یوې هوکړې پر بنسټ یو شمېر یرغمل شوي کسان خوشې کړي دي؛ خو د راپورونو له مخې د ۶ امریکايي اتباعو په ګډون ۱۰۰ تنه یرغمل لا هم له دغې ډلې سره دي.