افغانستان

په ٢٠٢۴ کې، د طالبانو مشر د ښځو په وړاندې پنځه فرمانونه او محدودیتونه صادر کړل

په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې طالبانو په ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړل. د طالبانو مشر سږ کال طبي موسسو ته هم د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

په داسې حال کې چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي، د طالبانو مشر سږ کال طبي موسسو ته هم د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

د روان کال په وروستیو ورځو کې طالبانو په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو په کار کولو بشپړ بندیز اعلان کړ.

د طالبانو بندیزونه په ٢٠٢۴کال پر ښځو لاندې بنديزونه ولګول:

طالبانو په ۱۴۰۳ کال د چنګاښ ۲۴مه په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو معاشونه پنځه زرو ته راکم کړل.

د ۱۴۰۳ کال د وږي ۱
د امر بالمعروف قانون توشیح شو.

د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۱۳مه
د روغتیایي علومو په موسسو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګول شو.

د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۶مه
په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار جدي بندیز ولګېد.

په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت نور هم کړکېچن شو.

طالبانو په دې کال کې په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو معاشونه کم کړل.

د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د لیندۍ په دیارلسمه د طالبانو له خوا د طبي ښوونیزو موسسو دروازې وتړل شوې او درې ورځې وړاندې په نادولتي موسسو کې د ښځو کار په بشپړ ډول منع شو.

د ډسمبر په وروستیو کې د طالبانو د مشر له خوا یو نوی حکم صادر شو، چې له مخې یې د استوګنې د ودانیو کړکۍ چې د حویلی یا پخلنځي په څېر ځایونو ته مخامخ دي، چې معمولا ښځې پکې کار کوي یا وخت تیېوي، باید بدلې شي یا بندې شي.

په افغانستان کې یو شمېر ښځې چې له زده کړو او کار څخه بې برخې دي وايي چې له دې وضعیت څخه ستړې شوې دي.

تر فشارلاندې د يوه ژوند کېسه

لیلا یې مستعار نوم دی او د زرګونو نورو ښځو په څېر په افغانستان په کور ناسته شوې ده. هغه د خپلې ۷ کسيزې کورنۍ ډوډۍ ګټونکې ده او د خپل ناروغ پلار سره سخت ژوند تېروي. لیلا د طالبانو د لږ تر لږه پنځو فرمانونو او لارښوونو څخه اغیزمنه شوې ده، د زده کړې، کار او روغتیایی علومو موسسو ته د تګ مخنیوی.

هغه وايي، چې په وروستيو کې يې د خپلې کورنۍ د لګښتونو د ښه پوره کولو په موخه يو کال له ستونزو او د خياطۍ په پيسو د قابله ګۍ په زده کړه تېر کړ، خو طالبانو دغه دروازه هم د دې پر مخ وتړله.

د فراه اوسېدونکې رابعه د دغو محدوديتونو په غبرګون کې وايي:«د طالبانو ټول کار پر ښځو محدودیتونه لګول دي. د دې پر ځای چې د افغانانو په توګه زموږ ژوند کې د اصلاحاتو راوستلو هڅه وکړي، موږ له هر څه محروموي موږ له دې بې پلانه ژوند او سختو کارونو څخه ستړې شوې یو.»

تېره اوونۍ په سویډن کې مېشتې غیر دولتي موسسې «اکپس» وویل چې طالبانو د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه تر ډسمبر پورې ۱۶ فرمانونه صادر کړي چې په افغانستان کې د خلکو پر ژوند په ځانګړې توګه د ښځو پر ژوند مستقیم اغېز لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د بخښنې نړیوال سازمان او نړیوالو بنسټونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه اندېښنه ښودلې او دا یې د بشریت ضد جنایت بللی او یو شمېر هېوادونو غوښتي چې طالبان دې د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.