د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق کابل ته له خپل سفر وروسته له تېرو درېیو ورځو راهیسې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کوي.
کله چې پاکستانيو جنګي الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ ځینې برخې بمباري کړې. محمد صادق په کابل کې له طالب چارواکو سره په خبرو بوخت و. که څه هم د پېښې څخه یوه اونۍ تیریږي؛ خو د قربانیانو خپلوان او ځایي اوسېدونکي ټینګار کوي چې دوی لا هم په «غم» کې ناست دي.
اسلام آباد تېره اوونۍ ظاهراً د طالبانو پر ضد په هوا کې د جګړې او ځمکه کې تعامل پالیسي عملي کړه. د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق چې د سرچینو په وینا له طالبانو سره د اړیکو د ښه کولو پیغام لپاره کابل ته تللی؛ خو په ورته وخت کې د پاکستان جنګي الوتکو د «جګړې» په پیغام کې د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه وکړه او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په څو برخو یې بمباري وکړه.
د پکتيکا په برمل کې هم ټپونه تازه دي او خلک په وېر اخته دي. تباهي هر ځای لیدل کیږي. په سپینو جامو کې د ماشومانو بې روحه بدنونه، د نا امیدۍ په خاورو کې پراته دي او هیڅوک نه؛ یو ژاړي او بل په نا امیدۍ چیغې وهي.
د قربانیانو یوه خپلوان وايي: «هغوی بې ګناه وو. دوی له کومې وسله والې ډلې سره تړاو نه درلود. عام خلک وو. يوه کوټه وه چې څلور شهيدان مو ترې را وايستل او هرې خوا ته د غوښې ټوټې پرتې وې. آن د هغوی جسدونه هم نه دي معلوم.»
پاکستان ادعا کړې چې دلته یې ټي ټي پي په نښه کړی دی؛ خو ملګرو ملتونو او طالبانو ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
طالبانو د لومړي ځل لپاره ومنله چې ډېری قربانیان د وزیرستان کډوال وو.
خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی محمد صادق چې اسلام آباد ته راستون شوی، کابل ته د خپل سفر په لړ کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې له لوړپوړو افغان چارواکو سره په ليدنو بوخت دى.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وویل، «ما له لومړي وزیر سره وکتل. ما افغانستان ته د خپل وروستي سفر او د دوه اړخېزو اړیکو د اوسني وضعیت په اړه توضیحات ورکړل.»
د اسلام آباد ډیپلوماتیکو او پوځي پیغامونو ته د طالبانو غبرګون ظاهراً د پاکستاني چارواکو پر میز دی. په عین حال کې، ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان، یو چاړه ده چې په دوامداره توګه د اسلام آباد او طالبانو د اړیکو لاسونه پرې کوي.
په پاکستان کې یو ازاد خبریال طاهر خان وايي، «تر هغه چې د ټي ټي پي مسله شتون ولري، په ژمي کې به په پاکستان کې بریدونه وشي. زه فکر نه کوم چې د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ اړیکې به تر هغه ښه شي چې دا مسله حل نه شي.»
د امنیتي کارپوهانو په آند، د طالبانو او ټي ټي پي تر منځ اړیکي د عادي اړیکو له کچې څخه پورته دي. دا په دې مانا چې دوی د یو بل ستراتیژیک ملګري بلل کېدای شي او په دې موده کې د اړیکو ټینګښت دې مرحلې ته رسېدلی چې آن له یو بل سره یې کورنۍ اړیکې هم جوړې کړې دي.
اوس اسلام آباد ظاهراً له طالبانو غواړي چې دغه پخوانۍ ستراتیژیکه همکاري پرېږدي او له پاکستان سره اړیکې پرې کړي؛ خو طالبانو په وار وار ویلي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله ده.