افغانستان

ضیاءالحق امرخېل په نوي کال کې د نجونو د تعلیم حق د تأمين غوښتنه وکړه

د افغانستان د پخواني ولسمشر ستر سلاکار ضیاءالحق امرخېل د نوي کال د پیل په مناسبت په هېواد کې د نجونو زده کړه یو اساسي حق وباله او په راتلونکي کال کې یې د هغه د تأمين غوښتنه وکړه.

هغه، چې اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، پر اېکس لیکلي:«هیله ده چې په ٢٠٢۵کال کې به د ملت دا هیله بې ارزښته ونه ګڼل شي او د نیم نفوس محرومیت به پای ته ورسیږي.»

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې نوی کال به د هېواد د تعلیمي او اقتصادي پرمختګ پیلامه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د خپلې واک له ټينګښت راهيسې په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه. که څه هم طالبانو دغه بنديز تر«امرثاني» پورې اعلان کړ؛ خو له درېيو کالونو په تېرېدو يې لا هم خپله دغه تګلاره نه ده بدله کړې.

په دې وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت د هېواد روغتيايي انسټيټيوټونو ته د طالبانو د مشر د حکم په استولو سره په طبي برخو کې د نجونو او د ښځو پر زده کړو هم بندیز ولګاوه.

په دغه حکم کې چې د طالبانو د عامې روغتیا د وزیر نورجلال جلالي له خوا اعلان شوی، د دغو بنسټونو مسٶولینو ته خبرداری ورکړل شوی چې له دې وروسته دې نجونې او ښځینه محصلانې نه ثبتوي.

د طالبانو دغه بندیزونه په افغانستان کې دننه او د نړۍ په کچه له جدي او توند غبرګونونو سره مخ شوي دي؛ خو طالبانو له دې کاره شاتګ نه دی کړی.