د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د طالبانو له خوا د هغو بهرنیو او کورنیو نادولتي موسسو د فعالیت جواز لغوه کولو په اړه چې ښځې په کار ګماري، «ژوره اندېښمن» دي.
دغه سازمان پر اېکس لیکلي دي چې« هیڅ هېواد په داسې حال کې چې نیمایي نفوس يې له عامه ژوند څخه بې برخې وي؛ پرمختګ نشي کولای.»
د ملګرو ملتونو د میرمنو څانګې له طالبان غوښتنه کړې چې «خپل دریځ بدل کړي».
د طالبانو لخوا د ښځو د کار پر منع کولو ټینګار
د طالبانو تر ادارې لاندې د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ (مرغومي ۸) بهرنیو او کورنیو نادولتي موسسو ته په یوه مکتوب کې یو ځل بیا په دغو ادارو کې د ښځو د فعالیتونو پر بندېدو ټینګار کړی دی.
د طالبانو د نوي اعلان له مخې ټولې نادولتي موسسې مکلفې دي چې دغه حکم مراعت کړي او له مخې یې لازم اقدامات وکړي.
طالبانو په دغه مکتوب کې خبرداری ورکړی، چې که کومه موسسه یا غیردولتي موسسه دغه حکم رد کړي او له ښځو سره کار او کار ته دوام ورکړي، د دوی تر ادارې لاندې د اقتصاد وزارت له خوا به یې جواز لغوه کړي.
تر دې مخکې آمو ته سرچینو ویلي وو چې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار د منع په اړه نوی مکتوب د کندهار تر غونډې وروسته د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده په حکم صادر شوی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو له مشر او چارواکو سره په وروستۍ ناسته کې پر دې ټينګار شوى، چې په بهرنيو موسسو کې بايد ښځې ونه ګمارل شي.
په ورته وخت کې اکبر موسسې د طالبانو تر ادارې لاندې د اقتصاد وزارت سره تر خبرو وروسته اعلان وکړ چې د روغتیا او پوهنې په برخو کې کارکوونکې ښځې د نوي مکتوب له اغېزو څخه خوندي دي. د دغه بنسټ په اعلامیه کې د ښځو د کار د دوام لپاره د ځانګړو تدابیرو په نیولو ټینګار شوی دی.