د تايوان ولسمشر لي چنګ ته نن (چهارشنبه، د مرغومي ۱۲) اعلان وکړ چې غواړي له چين سره اړيکې ټينګې کړي. خو پهړ وينا يې د چین په ښه نیت ډاډه نه دی.
د رویټرز اژانس د خبر له مخې، هغه د نوي کال په لومړۍ ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې له چین سره د مساوي، باعزته، سالم او منظم تبادلې هرکلی کوي؛ خو هغه نه پوهيږي چې بيجينګ په دې برخه کې ښه نيت لري يا نه.
ښاغلي چنګ ته چې د تېر کال په مې مياشت کې د تايوان د ولسمشر په توګه واک ته ورسېد، څو ځلې له چين سره د خبرو اترو وړانديز کړی دی؛ خو د هغه د وړاندیز مخالفت شوی دی.
ٶ
چین تايوان چې په دیموکراتیکه توګه اداره کېږي خپل وطن ګڼي او له لای چینګ ته څخه د «بېلتون غوښتونکي» په توګه کرکه کوي.
په همدې حال کې ښاغلی چنګ ته وايي چې یوازې د تایوان خلک کولای شي د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
هغه زیاتوي، چې چین په ټاپو کې د چینايي سیلانیانو یا زده کونکو لپاره محدودیتونه د عادي تعامل مخه نیسي. پداسې حال کې چې ورته بندیزونه چین ته د تایوان د وګړو د سفر لپاره نه پلي کیږي.
د تایوان ولسمشر وویل: «خو زه لاهم غواړم ټینګار وکړم چې تایوان هیله لري چې د متقابل احترام او درناوي اصولو پربنسټ له چین سره سالم او منظم تعامل وکړي.»
ښاغلي چينګ ته زياته کړه چې خبريالان بايد له چين څخه پوښتنه وکړي چې ولې يې اتباع کولای شي د امريکا او جاپان په شان هېوادونو ته په ازاده توګه سفر وکړي؛ خو د تایوان په قضیه کې، دا محدودیتونه لري.
لای چينګ ته په خبري کنفرانس کې وویل:«آیا دا واقعیا د تایوان په وړاندې د ښه نیت نښه ده؟ آیا دوی نشي کولی له ټولو سره یو شان چلند وکړي؟»
دا په داسې حال کې ده، چې تایوان او چین په پرله پسې ډول د یو بل هېوادونو ته د دوى د وګړو په سفر او سياحت باندې د محدودیتونو تور لګولی دی. د تېر کال په جون کې، وروسته له هغه چې بیجینګ د تایوان د خپلواکۍ د پلویانو د اعدامولو ګواښ وکړ، دغه هېواد خپلو اتباعو ته وویل چې په بېړنیو حالاتو کې دې چین ته سفر نه کوي.
د چین ولسمشر شي جین پینګ د سه شنبې په ورځ د نوي کال په وینا کې وویل چې هیڅوک نشي کولای چې له تایوان سره د چين د «بیا یوځای کېدو» مخه ونیسي.
د يادونې وړ ده چې د چين پوځ هره ورځ د تايوان په شاوخوا کې فعاليت کوي او تېر کال يې دغه ټاپو ته نږدې دوه دورې جنګي لوبې ترسره کړې دي.
لای چينګ ته ويلي، څومره چې د استبدادي هېوادونو ګواښونه زیات وي، هغومره باید دیموکراتان متحد شي. هغه د چین او روسیې د پوځونو یادونه وکړه، چې د هند او آرام سمندر په اوږدو کې په ګډه فعالیت کوي.
هغه وویل چې د ولسواکيو ترمنځ همکاري باید د دفاع او امنیت په برخه کې وي او د «ډیموکراتیکو سلسلو تأمين» پیاوړې کړي.