د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې په یوه راپور کې ویلي چې د غزې په تړانګه کې پر روغتونونو د اسراٸيلو بریدونو د فلسطینیانو روغتیايي سیستم له منځه وړی او د اسراٸيلو لخوا د نړیوالو او ملګرو ملتونو د قوانینو د نه رعایت په اړه يې جدي اندېښنې راپورته کړي دي.
د دغه سازمان په ۲۳ مخیز راپور کې راغلي چې په غزه کې جګړې طبي پاملرنې ته د فلسطینیانو پر لاسرسي سختې اغیزې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه وايي:«په غزه کې د روغتیايي خدمتونو د بنسټونو ویجاړول او په دغو بریدونو کې د ناروغانو، کارکوونکو او نورو ملکي وګړو مرګ-ژوبله د نړیوال بشرپاله او د بشري حقونو د قوانینو له پامه غورځولو مستقیمه پایله ده.»
د رویټرز د راپور له مخې، په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې د اسراٸیل دایمي استازي دانیل مرون په دغه راپور کې معلومات ناسم بللي دي. هغه په اېکس کې لیکلي: «اسرائیل د نړیوالو قوانینو سره سم عمل کوي، دوى هېڅکله بې ګناه ملکي وګړي نه په نښه کوي.»
ښاغلي مرون پر حماس تور ولګاوه چې د غزې روغتونونه د «ترهګریزو فعالیتونو» لپاره کاروي.
له بلې خوا د اسرائیلو پوځ پر حماس تور پورې کړی چې له روغتونونو څخه د پوځي عملیاتو د مرکز په توګه کار اخلي او ویلي یې دي چې په دغو تاسیساتو کې د اسرائیلو لخوا نیول شوي کسان په وسلوالو ګروپونو کې په غړيتوب شکمن دي.
ملګري ملتونو دغه ډول دلايلو ته په اشارې ويلي، په دغه راپور کې ددې اطلاعاتو د ثابتولو لپاره کافي معلومات نه دي وړاندې شوي.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلو په تېرو څو ورځو کې د غزې د روغتونونو پر ضد عملیات کړي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر له نیوکې سره هم مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې په راپور کې راغلي چې په قصدي ډول پر روغتونونو او هغو ځایونو چې ناروغان او ټپیان پکې دي، مستقیم بریدونه کول په دې شرط کې پوځ اهداف پکې نه وي «جنګي جنايت» دی.
دغه سازمان دا خبرداری هم ورکړی چې د ملکي وګړو د حقونو څخه د سرغړونې منظمه بڼه د «بشریت پر ضد جرم» کېدى شي.
خو اسرائيلو تل دا ډول راپورونه او څرګندونې رد کړې دي.