افغانستان

په امریکا کې یوې محکمې د سپټمبر د یوولسمې د بريد له طراحانو سره هوکړې تایید کړې

انځور له آرشیف

د امریکا د پوځ د استیناف محکمه وايي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پر نړیوال سوداګریز مرکز د بریدونو په تړاو شوې هوکړې لا هم د اعتبار وړ دي.

د دې هوکړې پر بنسټ، شونې ده چې د دغو بریدونو طرح کوونکی خالد شیخ محمد او د هغه دوه ملګري به په دې بریدونو اعتراف کوي او په بدل کې به هغوى د اعدام پر سزا نه مجازات کېږي.

که څه هم د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین د تېر کال (٢٠٢۴) په اګست کې د دې درېیو کسانو سره د پنټاګون تړونونه او قراردادونه لغوه اعلان کړل؛ خو د نومبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو یوه پوځي قاضي پرېکړه وکړه چې لویډ آسټین د قراردادونو د لغوه کولو لپاره ډیر ناوخته عمل کړی او لاهم د اعتبار وړ دي. دا حکم د دوشنبې په ورځ ناوخته (د مرغومي لسمه) د متحده ایالاتو د پوځ د استیناف محکمې لخوا تایید شو.

د رویټرز د راپور له مخې، پنټاګون تر اوسه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده؛ خو تر دې وړاندې يې ويلي وو چې ښاغلي آسټن دغو قراردادونو او تړونونو ته حيران و او دا چې په دې برخه کې د دفاع له وزير سره مشوره نه ده شوې او دا پروسه خپلواکه ده.

خالد شیخ محمد د کیوبا په سواحلو کې د ګوانتانامو په زندان کې د امریکا په زندان کې تر ټولو مشهور زنداني دی.

دا زندان په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا جوړ شوی و. د امريکا پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته بهرني ترهګر نيول او دلته يې لېږدول.

محمد د غلاشوې الوتکو د الوتنې پلان په طرحه کولو او بیا په نیویارک ښار کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز او پنټاګون ته سره وهلو او ورته چاودنه ورکولو تورن دى.

د سپټمبر يولسمې بریدونه

د يادونې وړ ده، چې د سپټمبر د يوولسمې په بريدونو کې نږدې درې زره کسان وژل شوي او په افغانستان کې د امريكا شل کلنې جګړې ته ننوتو لامل شول.

امريکا د دغو بريدونو پړه د القاعده شبکې پر غاړه واچوله، چې په هغه وخت کې يې په افغانستان کې د طالبانو د پخواني حکومت تر ملاتړ لاندې فعاليتونه او پوځيان ګمارل.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو کارپوهانو د «ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې» په نامه د ګوانتانامو زندان او نورو ځایونو کې شکنجه غندلې او له واشنګټن څخه یې د بښنې غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې پنټاګون اعلان کړی، چې رضا بن صالح اليزدي، چې د ګوانتانامو په زندان کې تر ټولو اوږد مودې زنداني و، خپل هېواد تونس ته راستون شوی دی. هغه څه باندې ٢٠ کاله بې ګناه بندي شوی و.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي دي چې په دغه زندان کې لا هم ۲۶ بندیان پاتې دي چې ۱۴ یې د انتقال وړ دي.