افغانستان

تېر کال کې په افغانستان کې داعش ۱۹ د طالبانو ضد پوځي جبهو دې ۲۱۴ بریدونه کړي دي

د ملګرو ملتونو راپورونه پر بنسټ، داعش خراسان په تېر کال کې په افغانستان کې ۱۹ ترهګریز بریدونه کړي. له بلې خوا د طالبانو ضد پوځي جبهو هم په دې موده کې پر طالبانو ۲۱۴ بریدونه کړي دي.

۲۰۲۴ زېږدیز کال هم په افغانستان کې د امبولانس او چاودنو له غږونو سره تېر شو. که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په ښار کې په موټرسایکل سپرېدو دغې اقدام سره په خپل تعبیر د سرتاسري امنیت تمثیل وړاندې کړ.

د ملګرو ملتونو تېرو څلورو درې میاشتنیو راپورونو ۸ زره ۶۵۰ امنیتي پیښې ثبت کړي. چې په پایله کې یې ۱۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲۶ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د افغانستان امنیت په اړه د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور له مخې چې۲۰۲۳ له نومبر ۲۰۲۴ نومبر پورې (د ۱۴۰۲ له لړم- ۱۴۰۳ لړم پورې)موده پوښي په افغانستان کې ۸ زره ۶۵۰ امنیتي پیښې ثبت شوشي چې۱۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲۶ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

له ډلې یې ۱۹ بریدونه د داعش خراسان لخوا وو.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي چې، په دې موده کې د داعش خراسان ۱۹ بریدونه کړي. د افغانستان هزاره او شیعه وګړي، صوفي وګړي، بهرنيان او طالبان د داعش خراسان د دغو ۱۹ جلا جلا بریدونو بېل بېل هدفونه وو.

که څه هم طالبان داعش خراسان «ځپل شوي او له منځه وړي» بولي، خو پر خلیل الرحمن حقاني د داعش خراسان برید هغه هم د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې د طالبانو د ادعا په اړه ګڼې پوښتنې او شکونه راپورته کړي.

خلیل الرحمن د حقاني شبکې یو له جګپوړو او نوموتو څېرو و چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست په توګه په ۱۴۰۱ل کال وږي- ۱۴۰۳ لیندۍ میاشت وټاکل شو چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ په ۲۱مه په یوه ځانمرګي برید کې چې پړه یې داعش خراسان په غاړه واخیسته، ووژل شو.

د هېواد د ملي امنیت د پخواني مشر په وینا، سږ کال داعش خراسان د طالبانو په ادارو کې خپل نفوذ پیاوړی کړی. که څه هم طالبان داعش خراسان «ځپل شوي او له منځه وړي» بولي.

احمد ضیا سراج د ملي امنيت پخوانى رٸيس وويل: «د طالبانو د رژیم په وزارتونو کې وروستي نیول د دوی د ملکي امنیتي بنسټونو په بیلابیلو برخو کې د داعش ژور نفوذ ښیي. د دغو نیول شویو کسانو له ډلې ۸ تنه د بادغیس د استخباراتو له ریاست نیول شوي یو شمېر بیا د بېلابېلو قول اردوګانو او دفاع وزارت له دننه او په دې وروستیو کې د کډوالو چارو له وزارته په کې شامل دي.»

د ملګرو ملتونو د دغو څلورو وروستیو راپورونو ټولیزې شمېرې هم ښیي چې د ملي مقاومت جبهې ۱۳۷ او د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه کال کې د طالبانو پر ضد ۷۷ بریدونه کړي دي.

که څه هم، دا دوه جبهې په خپلو اېکس پاڼو کې د طالبانو په وړاندې د خپلو پوځي بریدونو ډېرې شمېرې خپروي.

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې پر طالبانو ۱۳۷ بریدونه او د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې پر طالبانو ۷۷ بریدونه کړي

په دې یوه کال کې ملګرو ملتونو د تېر حکومت د سرتېرو او چارواکو ۱۷ ناقانونه وژنې هم مستند کړي دي.

د ياد راپور پر بنسټ، دملګرو ملتونو د تېر حکومت د پوځيانو او چارواکو پر ضد د ناقانونه وژنو ۱۷ قضيې، د خپل سري نیولو ۶۷ قضيې او د ربړونې او بد چلند ۱۴ قضيې ثبت کړي دي. ملګرو ملتونو د ملي مقاومت جبهې او داعش پورې تړلو ډلو سره د اړیکو په تور د ناقانونه وژنو ۹ قضیې، د خپل سري نیولو ۵۹ قضیې او د ربړونې او بد چلند ۴ قضیې ثبت کړي

په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د افغانستان په سوېل ختیځو سیمو څو ځله هوايي بریدونه وکړل چې په وینا یې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي یې په نښه کړې، خو ملګرو ملتونو او طالبانو وویل چې د دغو بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه

د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۸مه یا د ۱۴۰۲ کال د حوت په ۲۸مه د پکتیکا ولایت په ځینو برخو څو هوایي بریدونه، د ملګرو ملتونو شمېرې: «۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ ملکي وګړي ټپیان شوي. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.»
د ۲۰۲۴ کال ډسمبر په ۲۴مه یا د ۱۴۰۳ د مرغومي په ۴مه څو هوایي بریدونه

د طالبانو لخوا د خپرو شويو شمېرو پر بنسټ، په دغو پېښو کې تر ۴۰ ډېر وژل شوي، چې ډېری په کې وزیرستاني کډوال او د ماشومانو په ګډون افغانان هم وژل شوي یا ټپیان دي.»

له دې ټولو سره سره ۲۰۲۴ کال د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په ځوابي بریدونو او ډزو پای ته ورسېد او ۲۰۲۵ز کال پیل شو.