۲۰۲۴ز کال پای ته ورسید؛ خو د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د خولې خوند لا هم تریخ دى.
سږني کال د افغانستان لپاره له سیاسي اړخه ډېرې لوړې ژورې درلودې.
په روان کال کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې غونډه، کابل کې سیمه ییزه غونډه او په تهران کې دویمه سیمه ییزه او د مسکو فارمټ غونډه ترسره شوه. تر ټولو مهمه یې د جون په میاشت کې د دوحې غونډه وه، چې د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې په چوکاټ کې په یوه نوي سیاسي جوړښت سره په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یوځای کېدو او په جوړښتونو کې د ښځو د ونډې په اړه جوړه شوه، خو د افغانستان د سیاسي جوړجاړی پر ځای، د کال تر پایه د خبرو بهیر د نشه یي توکو پر مسلې وڅرخېد.
په ۲۰۲۴ کال کې مهمې غونډې
- د جنورۍ په میاشت کې په کابل کې سیمه ییزه غونډه
- د جون په میاشت کې په تهران کې دویمه سیمه ییزه غونډه
- د جون په پای کې د دوحې غونډه
- د اکتوبر په میاشت کې د مسکو فارمټ غونډه
په ۲۰۲۴ کال کې له چین، روسیې، ایران او د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې ګرمې شوې، حتی د دې کال په پای کې روسیې د یوه نوي قانون په تصویبولو سره د دغه هیواد د ترهګرو ډلو له نوملړ د طالبانو د ایستلو دروازه پرانیستله. خو برعکس، له ځینو سره یې اړیکې نورې هم بدترې شوې، لکه د ټي ټي پي پر سره له پاکستان سره.
د ۲۰۲۴ کال په دېسمبر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغې غونډې وښوده چې د دې شورا دایمي غړي له طالبانو سره د تعامل پر سر په دوو ډلو وېشل شوي دي. روسیه او چین د تعامل دفاع کوي، خو فرانسې ویلي چې دا تعامل باید مشروط وي، بریتانیا له طالبانو د ژمنو د عملي کېدو غوښتنه کړې او امریکا وايي، حتی له طالبانو سره د خبرو توجیه کول هم ورته ستونزمن شوي دي.
د امنیت شورا دغې خبرپاڼې هم د روان کال په پای کې د طالبانو لپاره وروستۍ کرښه وکښله او ویې ویل چې د افغانستان سیاسي حل د ټولو خواوو په ګډون د سیاسي لارې نقشه ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خبرپاڼه راغلي:«دوی ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي او همدارنګه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د دوحې د بهیر په ګډون د افغانستان د ټولو اړوندو اړخونو، سیمې او پراخې نړیوالې ټولنې ترمنځ خبرې اترې، مشورې او تعامل اړین دی. هیواد، سیمه او له دې ور ها خوا. په دې برخه کې د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په یادولو سره د افغانستان د وضعیت په اړه یې په ټولیز ډول د خبرو ارزښت ومانه.»
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې مرستیاله ډوروتي شی د دسمبر ۱۲ مه وويل: «هغه وضعیت چې طالبان یې په لټه کې دي تر هغې چې دې لارې ته دوام ورکوي، د لاسته راوړلو وړ نه دی.»
په افغانستان دننه، په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو راپورونو د حکومتولۍ د مسایلو پر سر د طالبانو په مشرتابه کې د اختلافاتو خبر ورکړ.
دلته په کابل کې سراج الدین حقاني وروسته له دې چې هبت الله اخندزاده د ښځو او نجونو پر مخ پر روغتیایي زده کړو بندیز ولګاوه، پر واکمن نیوکه وکړه. ځینو وویل، دا د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو ښکارندویي کوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي: «باید داسې فکر ونه کړئ چې زه حاکم یم، هر څوک باید زما خبرې ومني او که څوک زما خبرې ونه مني، اسمان به ځمکې ته راښکته شي. تاسو د خدای په وړاندې مسؤل یاست او خدای به له تاسو پوښتنه وکړي.»
له څه باندې درې کلونو وروسته، طالبان عادي او په رسمیت ونه پیژندل شول. خو یو شمېر طالب چارواکي بیا وايي، چې د افغانستان لسګونه سفارتونه د دوی تر واک لاندې دي او په چین او د منځنۍ اسیا په ځینو هېوادونو کې یې سفیران منل شوي، چې دا خپله د رسمیت پېژندنې په معنا ده.
خو په حقیقت کې د نړیوالې ټولنې د نورو غړو ترڅنګ حتی چین، روسیې او د طالبانو نورو متحدینو هم په پوره کال کې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه. خو طالبانو یې په ځواب کې وویل چې دا خبرې د بحث وړ نه دي.
د طالبانو سیاسي مخالفینو هم له ویانا تر انقرې پورې غونډې وکړې او په ۲۰۲۴ کال کې څو نوې سیاسي ډلې هم جوړې شوې، چې د پخوانیو سیاسي څېرو په ګډون له فدرالي اسمبلۍ نیولې د افغانستان د ژغورنې لپاره تر ملي شورا پورې. خو مخالفین د افغانستان په اړه په لویو خبرو کې څنډې ته شوي دي.
په همدې حال کې تمه کیږي چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ راتګ او د سیمې تازه سیاستونه په ځانګړې توګه د روسیې له خوا به په راتلونکي کال کې د افغانستان سیاسي وضعیت ته ټکان ورکړي. خو د طالبانو په ګټه که تاوان، وخت به یې روښانه کړي.