د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱مه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تصویب، په دې کال کې د افغانستان د اوسېدونکو لپاره یو له خورا بحث پاروونکو او محدودونکو اقداماتو څخه دی.
د طالبانو د مشر له خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تصویب نه یوازې افغانستان، بلکې نړۍ ته هم ټکان ورکړ.
هبت الله اخندزاده د زمري میاشتې په ۳۱ مه په څلورو فصلونو، ۱۱۴ مخونو او ۳۵ مادو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تصویب کړ، هغه قانون چې د طالبانو لپاره د اساسي قانون ځای لري.
په دې قانون کې د ښځو غږ عورت بلل شوی او د ښځو د غږ په نه اورېدو، د مخ او بدن په پټولو امر شوی دی.
د دغه قانون په پيل کې راغلي، چې یاد قانون د افغانستان په خاوره کې پر ټولو وګړو د شرعیت او حنفي فقهې له نظره د پلي کېدو وړ دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون مهمې برخې:
- د ښځې د ټول بدن پټول اړین دي
- د فتنې له وېرې د ښځې مخ پټول اړین دي
- د ښځې غږ (په لوړ آواز سندرې ویل، نعتونه او په غونډو کې د تلاوت کول) عورت دی
- د ښځو جامې باید نازکې، لنډې او تنګې نه وي
- مسلمانې ښځې مکلفې دي چې خپل بدن او مخ له نا محرمو سړو پټ کړي
– پر مسلمانو او صالحو ښځو لازمه ده چې د فتنې له وېرې له کافرو او فاسقو ښځو ستر وکړي - د بالغو نارینوو لپاره د ښځو په بدنونو او مخونو تبصره کول او برعکس حرام دي
- هر کله چې ښځه له کوره وځي نو د خپل غږ، مخ او بدن پټول پرې واجب دي
د طالبانو په امر بالمعروف قانون کې همدارنګه د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع اعلان شوي دي.
د دغه قانون په ۱۷مه ماده کې راغلي چې محتسبان باید د هغو مطالبو د خپرولو مخه ونیسي چې په کې د ژوندیو موجوداتو انځورونه وي.
د طالبانو په امر بالمعروف قانون کې محتسبانو ته د مشورې ورکولو، سزا ورکولو، نيولو او بندي کولو په ګډون ځانګړي واکونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون د هېواد پر اوسېدونکو له محرم پرته په ښار او بازار کې په ګرځېدو له بندیز نیولې بیا په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځور تر خپرېدو پورې د بندیزونو نوی څپرکی پرانیستی.
دغه قانون تر دې دمه د هېواد د شپږو ولایتونو په رسنیو کې پلی شوی دی.
د طالبانو له خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیز د وږي له ۱۴مې راهیسې په کندهار، د وږي له ۲۱مې راهیسې په میدان وردګو کې، د تلې له ۲۲مې راهیسې په تخار کې، د لړم له ۳مې راهیسې په هلمند کې، د لړم له لومړۍ نېټې راهیسې په بادغیس کې، د لړم له ۲۲مې راهیسې په ننګرهار کې پلي شو او په کابل کې د آرزو ټلوېزيو دفتر وتړل شو.
د طالبانو امر بالمعروف قانون د نکټایي اغوستل، د نوروز، یلدا شپې او ځینې نورو ورځو نمانځل منع کړي.
د دغه قانون له تصویب وروسته د ښځو او رسنیو پر فعالیت د بندیزونو د لګولو ترڅنګ، د طالبانو محتسبانو د هېوادوالو په نیولو هم لاس پورې کړی.
لکه څنګه چې یوازې په تېره یوه میاشت کې د ۶ ښځو په ګډون تر ۴۴ ډېر کسان نیول شوي دي.
په تېره میاشت کې د امر بالمعروف محتسبانو لخوا په ۱۲ ولایتونو کې د ۶ ښځو په ګډون د ۴۴ کسان د اخلاقي فساد،قمار، جادوګرۍ، نامشروع اړیکو او له شرعيت د سرغړونې په تور نيولي دي.
سربیره پر دې؛ په تېر یوه کال کې د طالبانو مشر څلور نور محدودوونکي فرمانونه هم صادر کړي چې یو تازنی فرمان یې له کړکیو سره مبارزه ده چې ښځې د ګاونډیانو له سترګو پټې پاتې شي.
له بلې خوا د طالبانو مشر سږ کال د هېواد د اوسېدونکو لپاره پنځه نور محدودوونکي فرمانونه هم صادر کړي دي.
په تېر یوه کال کې د طالبانو د مشر د افغانستان کې د بهرنیو مؤوسسو د فعالیتونو د منع حکم فرمان، د روغتیایي زده کړو انستیتیوتونو ته د ښځو او نجونو پر تګ د بندیز حکم، د نامناسبو دودونو او رواجونو د منع حکم او د ګاونډیانو د ښځو د لیدلو د مخنیوي لپاره نوي حمونه صادر کړي دي.
خو د طالبانو د دغو سختو حکمونو او فرمانونو له امله هیوادوال خپلې کیسې داسې بیانوي.
هېوادوال وايي، د طالبانو د مشر د فرمانونو او یو لړ قوانینو تصویب د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د ژوند شرایط سخت کړي او ټولنیزې ازادۍ او بشري حقونه یې تر جدي فشار لاندې راوستي دي. په داسې حال کې چې دا کړنې له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ دي، په افغانستان کې د فردي حقونو او ټولنیزو ازادیو په راتلونکي باندې د هغې د اغیزو په اړه هم اندیښنې دوام لري.