د ٢٠٢۴کال په تېرېدو لا هم د کانونو له پلوه شتمن افغانستان بې وزله او اقتصادي کړکېچ په لومه کې پاتې شو.
د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښيي چې د افغانستان د اقتصاد وده ورو ده او په افغانستان کې اویا سلنه کورنیو د خوراکي توکو د برابرولو له امله پورونه اخیستي او په کلیو کې د بې وزلو کسانو شمېر تر دې هم زیات دی.
په روانه میاشت کې، ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې کورنۍ اړې دي د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو او تودوخې ترمنځ یو وټاکي.
سمیه په غور ولایت کې د خپلو پنځو ماشومانو سره اوسیږي او د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې ژوند تیاره شوی دی، د هغې د ژوند اندېښنه د ډوډۍ او اوبو ترلاسه کول دي.
هغه وايي چې د بې وزلۍ له امله يې ماشومان ډېرې شپې په لوږه ويده کېږي.
سمیه وايي: «اولادونه مې واړه دي زه یې د سرپرستۍ دنده پر غاړه لرم زه خپل کور نه لرم، نه ډوډۍ او نه اوبه شته.»
افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې بیا هم د نړۍ یو کمزوری اقتصاد و، ځکه په روانه زیږدیزه میاشت کې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې د افغانستان د اقتصاد وده ورو ده او په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو څخه درې یې خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.
د نړيوال بانک او د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو درېيو کلونو کې د افغانستان په ښارونو کې هم د پولي بېوزلۍ ګراف د لوړېدو په حال کې دى.
په تېرو درېیو کلونو کې د فقر
- په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې: ۵۵ سلنه
- په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې : ۵۸ سلنه
- په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې : ۸۵ سلنه
د ژمي موسم په پیل کې به، زیانمنې کورنۍ چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې نږدې ۲۳ میلیونه کسان اعلان کړي، له پېچلو ننګونو سره مخ شي.
لکه څنګه چې د هېواد یو شمېر ښاریان وايي، له یوې خوا د خوراکي او سون توکو د بیو له لوړوالي سره مخ دي او له بلې خوا بېکارۍ د خلکو د صبر کاسه ډکه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه د اندېښنې وړ بللې، ځکه چې د معلوماتو له مخې په ځوانانو او ښځو کې د بېکارۍ کچه تر ټولو لوړه ده.
په افغانستان کې د بېکارۍ کچه
- په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې : ۱۴.۱ سلنه
- په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې: ۱۵.۴ سلنه
وړاندوینه شوې چې د بیکارۍ کچه به په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې لا هم لوړه پاتې شي.
په دې توګه افغانستان له یمن او سومالیا وروسته د بې کارۍ تر ټولو لوړه کچه لري.
پراختیايي بودیجه چې په تېرو کلونو کې یې په کلیو او ښارونو کې د لنډ مهاله کارونو لپاره زمینه برابره کړې وه، د طالبانو له راتګ وروسته تر ډېره حده راکمه شوه او سربېره پر دې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د بودیجې جزئیات پټ ساتلي دي.
خو په ۲۰۲۴ز کال کې، طالبانو تر ډېره د کانونو تړونونو ته مخه کړه ترڅو له دې لارې ډیرې پیسې ترلاسه کړي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت رسمي شمېرې ښيي چې طالبانو په تېر کال کې په اتو ولایتونو کې د لسو لویو کانونو تړونونه لاسلیک کړي دي.
هغه لوی کانونه چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یې تړونونه لاسلیک شوي دي
- په بغلان کې سره زر
- په پروان کې کرومایټ
- په هرات کې د ډبرو سکاره او اوسپنه
- په غور کې سرب او جست
- په کابل کې یاقوت
- په جوزجان کې سمنټ
- په تخار کې سره زر
- په لوګر کې سمنټ
په دغو کانونو کې د پانګونې کچه نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره ده چې د خصوصي شرکتونو له خوا ژمنه شوې ده.
طالبان د افغانستان په کانونو کې د چین پر پانګونې زیات حساب کوي، هغه هېواد چې د افغانستان د کانونو په پروژه کې ناکام ثابت شوی، او له ۲۰۰۸ کال راهیسې په افغانستان کې د مسو تر ټولو لوی کان لري، خو تر اوسه یې د کیندلو کار نه دی پیل شوی.
خو اوس چین د هغو هېوادونو په سر کې دی چې طالبانو سږ کال تر ټولو لوی کانونه ورته سپارلي دي.
تېره اوونۍ طالبانو د لوګر د التمور سمنټو تړون یوه چینايي شرکت ته وسپاره چې عمده ونډه یې چینايي کمپنۍ ده.
هدایت الله بدري، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي: « نن به یوه بله لویه پروژه لاسلیک کړو، چې د لوګر ولایت په التمور سیمه کې موقعیت لري او هغه د ساکو افغان شرکت سره د سمنټو پروژه ده. دغه شرکت به په دې پروژه کې ۱۴۵ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.»
له بلې خوا، د طالبانو محدودو سیاستونو د افغانستان نیمایي وګړي له کاره بې برخې کړي او په دې برخه کې یې اقتصادي پرمختګ له خنډ سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښیي چې د ښځو او نجونو پر کار کولو بندیز د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي او د هېواد کمزوري اقتصاد ته له ۶۰۰ تر یو میلیارد ډالرو پورې زیان رسوي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې په راتلونکي کال کې د افغانستان د اقتصاد کمزورتیا تر دې ډېره د اندیښنې وړ ده.