نړۍ

۲۰۲۴ کال؛ له نړیوالو شخړو تر سیاسي بدلونونو پورې د مهمو پېښو کال

۲۰۲۴ کال له نړیوالو شخړو تر سیاسي بدلونونو پورې د مهمو پېښو کال او له ناخوالو سره مل وو؛
په اوکراین کې جګړه، په منځني ختیځ کې د جګړو تودوالى او له اسراٸیلو سره د ایران مستقیمې نښتې، په سوریه کې د بشارالاسد حکومت ړنګېدل او د امریکا په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریا د ۲۰۲۴ کال له مهمو پېښو څخه وې.

په تېر کال کې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې زور اخیستی او څه موده وړاندې په اوکراین کې جګړه خپلې ۱۰۰۰مې ورځې ته ورسېده. د لومړي ځل لپاره خبر ورکړل شو چې د شمالي کوریا ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښې ته راغلي او د لومړي ځل لپاره زرګونه اوکرایني پوځیان د روسیې خاورې ته ننوتلي او د کورسک سیمې ځینې برخې یې ونیولې.

له بلې خوا یې ناټو دې ته اړ کړه چې له اوکراین سره پوځي مرستې زیاتې کړي او له روسیې سره خپلې پولې ټینګې کړي.

په منځني ختیځ کې د غزې له تړانګې څخه نښتې لبنان ته واوښتې او اسرائیلو سویلي لبنان او بیروت په سختو هوايي بریدونو سره په نښه کړل او اسرائیلي پوځیان هم سویلي لبنان ته ننوتل.

په ورته وخت کې د اسراٸيلو لخوا په تهران کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه وژل کېدل، د غزې په تړانګه کې د هغه د ځای ناستي یحیی سنوار وژل کېدل او د حزب الله د پخواني سرمنشي حسن نصرالله وژل کېدل. په بیروت کې د غزې د جګړې په شاوخوا کې ترټولو مهم بدلونونه وو.

اسماعیل هنیه د جولای په ۳۱مه په تهران کې، یحیی سنوار د اکتوبر په ۱۶مه په غزه کې، حسن نصرالله د سپټمبر په ۲۷مه په بیروت کې ووژل شو.

له بلې خوا ایران او اسراییل په مستقیم ډول یو بل په نښه کړل. اسراییل په دمشق کې د ایران کونسلګرۍ په نښه کړه او د سپاه پاسداران څو لوړ پوړي قوماندانان یې ووژل او ایران دوه ځله اسراییل په سلګونو بالستیک توغنديو سره په نښه کړل.

په همدې حال کې د بشارالاسد د حکومت نسکورېدل په سیمه کې یوه له مهمو سیاسي پېښو څخه وه، د القاعدې د یوې پخوانۍ څانګې هیات التحریر الشام په مشرۍ مخالفو یاغیانو په ۱۱ ورځو کې د سوریې مهم ښارونه ونیول او د بشار الاسد د کورنۍ پنځه لسیزې واکمني یې نسکوره کړه.
د بشارالاسد سقوط د روسیې او ایران لپاره یو ګوزار ګڼل کېږي.

ایراني نیابتي ځواکونه چې د سوریې خاوره یې د اسراییلو د برید لپاره کارولې وه اړ شول چې له سوریې ووځي. روسیې هم د دغه هیواد له ځینو برخو خپلو اډو ته شاتګ وکړ او اسرائیلو هم د سوریې په خاوره کې د جولان غرونه ونیول.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې هم د پام وړ وې. ډونالډ ټرمپ خپلې سیالې کامالا هرېس ته ماتې ورکړه او یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته ځي.

ټاکل شوې، ټرمپ د جنورۍ په شلمه په رسمي توګه خپله دنده پیل کړي او ټینګار یې کړی چې د اوکراین د جګړې او په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو په ګډون به نړیوالو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

له بلې خوا د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مړینه، د پنځمې دورې لپاره د ولادیمیر پوتین بریا، په بنګله دېش کې د شیخ حسینه د حکومت ړنګېدل، په بریتانیا کې له ۱۴ کلونو وروسته د کارګر ګوند بریا او په هند کې د دریمې دورې لپاره د نریندرا مودي بریا په ۲۰۲۴ کال کې ترټولو مهمې پیښې وې.